نړیوال خبرونه

د یو امریکايي بندي د خوشي کیدو غوښتنه، او د نوي حکومت دريځ

941881 1000x570 3
Avatar photo
Written by Zwak News

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د مارک فریچرز د خوشي کولو غوښتنه کړې ده. د امریکا د بهرنیو چار وزیر انتوني بلینکن په ټوېټ پیغام کې ویلي، په هره غونډه او مذاکره کې یې له ط لبا ن و سره د فریچرز د خوشي کولو موضوع مطرح کړې ده.

دده په وینا امریکا به د فریچرز د خوشي کولو هڅو ته ادامه ورکوي. بلینکن هم وایي چې فریچرز بیګناه و، پخوا یې په پوځ کې دنده ترسره کړې خو اوس یې په افغانستان کې په بشردوستانه برخه کې فعالیت کاوه. تر دې وړاندې نن د امریکا ولسمشر جو بایډن هم دغه غوښتنه کړې ده.

بلخوا د افغانستان نوي حکومت بیا تر اوسه د دغه امریکايي وګړي د برخلیک او امریکايي چارواکو د تازه غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي.

Leave a Comment