قاضي لۀ هغې وروسته چې د پېښې جزئيات یې واوریدل لۀ هلک یې وپوښتل: «آیا دا رښتیا ده، چې تا لۀ مغازې څخه پنير او ډوډۍ غلا کړې ده او دتېښتې پر وخت دې یؤ ښيښه يي لوښی هم مات کړی؟»
ماشوم پۀ ډېر خجالت خپل سر پورته کړ او ویې ویل: «هو، دا رښتیا دي.»
+ قاضي: «ولې د غلا وکړه؟»
– مجبور وم.
چې غلا دې کوله، ولې دې نوموړي توکي پۀ پیسو نۀ اخېستل؟
– پیسې مې نۀ درلودې.
+ پیسې دې لۀ مور او پلار ولې نۀ
اخیستې؟
–زۀ یواځې مور لرم او هغه هم ناروغه ده، د خلکو جامې ګنډي او اوس د کار نۀ ده؛ د هغې لپاره مې مړۍ او پنير غلا کړل.
+ تۀ کوم کار او زوګار نۀ کوې؟
– زۀ پۀ یوۀ سروېس سټېشن کې کار کؤم، يوه ورځ مې د مور د ناروغۍ لۀ امله رخصت واخېست، خو پۀ سبا ورځ چې ورغلم بیخي یې لۀ کار ځواب کړم.
د دغو خبرو لۀ اوریدو وروسته، قاضي داسې حکم صادر کړ: «غلا، پۀ ځانګړې ډؤل د ډوډۍ غلا، ډېر شرم لرونکی جنایت دی. زما پۀ شمول ددې تالار/ محکمې ټول حاضرین ددغه جرم او غلا مسئولین یوو، پۀ همدې اساس
ټول حاضرین لس–لس ډالر جريمه کیږي، هیڅوک نۀ شي کولی چې لۀ تالار ووځي، تر څو یې چې جریمه پرې کړي نۀ وي.» قاضي یؤ لس (10$) ډالري نوټ لۀ خپل جيب را ؤایست او لیکلو ته یې داسې ادامه ورکړه:
«ددې سربېره، د محکمې د پرېکړې پۀ اساس د مغازې څښتن چې یؤ وږی او غریب ماشوم یې پولیسو ته پۀ لاس ورکړی، زر ډالره جریمه کیږي. که نومړي دا جریمه د یؤ ساعت پۀ داخل کې اداء نۀ کړه، مغازه به یې تړل کيږي.»
قاضي زیاته کړه: «که چېرې یؤ څوک د مړۍ پۀ غلا نیول کیږي، د ټولنې ټول اوسیدونکي او مشران باید وشرمیږي، که لږ هم وجدان لري، باید لۀ شرم او خجالت څخه مړه شي.»
د محمکې پۀ پای کې د قاضي پۀ ګډون ټولو حاضرينو لۀ نوموړي هلک څخه بخښنه وغوښته او راټولې شوي پیسې یې هم ورکړې.
ــــــــــــــــــــــــ