واده کول د انسانانو فطري غوښتنه او د ژوندانه مهمه اړتيا ده،چې د انساني ژوند ټول اړخونه تر اغېزې لاندې راولي.
دا چې زموږ ټولنه د ګڼو ستونزو او ناخوالو له کبله په نسبي ډول وروسته پاتې ګڼل کيږي،نو د ژوند د نورو ټولنيزو ستونزو سره سره د ګډ ژوند په ټاکنه او انتخاب کې د کورنيو او ځوانانو له خوا يو شمېر نيمګړتياوې او تېروتنې تر سترګو کيږي،چې دا کار د نارينه او ښځينه تر منځ د ګډ ژوند په لاره کې ديوالونه رامنځ ته کوي،په راتلونکي ژوند کې د ځوانانو او نجونو تر منځ د تاوتريخوالي رامنځ ته کېدل،اخ و ډب او د ګډ ژوند تر منځ د غځيدلي تار پرې کېدل او نور خنډونه هغه څه دي چې د همدې تېروتنو په پايله کې رامنځ ته کيږي.
دلته دا پوښتنه پيداکيږي چې کومې تېروتنې د دې سبب ګرځي چې ځوانان يې د ګډ ژوند په ټاکنه کې کوي.
– په لومړي قدم کې اسلامي قوانينو او لارښوونو ته پام نه کول، زموږ تر ټولو لويه تېروتنه ده،په اسلام کې د واده کولو او نکاح لپاره ځانګړې او غوره لارښوونې شته چې ډېر يې له پامه غورځوي.د يو حديث شريف پر بنسټ د واده کولو او نکاح تړون بايد د څلورو شرطونو سره مل وي،داسې چې له نکاح وړاندې بايد د مقابل لوري اقتصادي حالت (مال او شتمني) ،نسب،ښکلا او دينداري په پام کې وساتل شي،چې د ديندارۍ اصل يې تر ټولو مهم بلل شوی. بايد ووايم چې د دې ليکنې راتلونکې برخه هم د همدغه لارښوونو پر محور راڅرخي.
– د ګډ ژوند په ټاکنه کې غور او دقت نه کول: ډېر ځوانان چې کله د ځوانۍ په درشل پښه ږدي،نو تر ډېره حده ځان د خپلو نفسي غوښتنو په دام کې بندي احساسوي،داسې انګيري چې ګواکې خامخا بايد له مقابل لوري سره اړيکې ولري او په دې ډول په روحي ډول ځان آرامه کړي،دا هغه وخت وي چې د ډېرو ځوانانو پام د نجونو او پېغلو په لوري وي او د خيال نړۍ يې هم د هغوی لپاره ځانګړې کړي وي،د دوی داسې هڅې له بې غورۍ او بې پروايۍ سره مل وي چې بلاخره د ګډ ژوند لپاره د نامناسبې ټاکنې سبب ګرځي.
– د کورنيو له خوا د خپلو اولادونو د ګډ ژوند لپاره بېړنۍ پريکړې:
د افغانستان په زياتره سيمو کې چې د خپلو اولادونو لپاره د ګډ ژوند د ټاکنې واک د کورنيو په لاس کوي او ډېر وختونه په ناڅاپي او تصادفي ډول د د ځوانانو د ګډ ژوند لپاره پريکړې کوي،ښايي هلک يا نجلۍ د عمر له اړخه دې ته چمتو نه وي چې د واده پيوند يې وتړل شي،عمر ته پام نه کول هم يوه لويه تېروتنه ده چې دا کار په لوی لاس د ګډ ژوند په برخه کې د ستونزو زېږول دي.
– بې موخې او ګډ وډ ژوند کول: ځينې ځوانان د دې پر ځای چې خپل پام زده کړو او لوست ته ځانګړی کړي او يا دا چې د ژوند لپاره يوه غوره موخه وټاکي برعکس خپل وخت د فېلمونو په کتلو،د کمپيوټري لوبو په کولو،د فېسبوک په کارولو او يا د ټليفون په واسطه په خبرو کولو تيروي،په دې وخت کې دوی له خپلو موخو کوږوالی مومي او بيا هم د ژوند لپاره مناسبه ټاکنه نشي کولی،دوی خپلې راتلونکې ته بې باوره او زړه نازړه وي او نپوهيږي چې له چا سره او څه ډول ګډ ژوند وکړي؟
– د ګډ ژوند لپاره د معيار نشتون: دا چې د ټولنې ټول وګړي يو له بل سره په توپيري بڼه ژوند کوي،د ژوندانه په هره برخه کې د دوی تر منځ يو لړ توپيرونه شتون لري نو ځکه خو هره کورنۍ د ژوندانه ځانګړی معيار لري،ځينې کورنۍ په بشپړ ډول لوستې وي او ځينې يې په متوسط ډول له سواد برخمنې وي،ځينې خو بيا له يو مخه بې سواده وي،په همدې ډول ځينې کورنۍ له اقتصادي اړخه ځواکمنې،ځينې د متوسط اقتصاد څخه برخمنې او ځينې بيا ډېرې بېوزله وي که په لنډ ډول ووايم له مادي او معنوي پلوه توپيرونه شتون لري چې له پامه غورځول يې د ګډ ژوند په برخه کې ستونزې رازيږوي.