روغتیا

د ګيډې ګاز (ګيس) څخه څنګه ځان خلاص کړو

BackgroundEraser 20220731 102502614
Avatar photo
Written by Zwak News

په کولمو کې د ګاز جمع کيدل د ګيډې د ناراحتي، درد، سختوالی، او حتی د ګيډي د پړسوب لامل کيږي

په نارمل توګه ټول خلک د نس کمه اندازه ګاز لري مګر د ناراحتې لامل نه کيږي په ځينو خلکو کي د اندازي زيات ګاز په کولمو جمع کيږې چې دوي په دوامداره توګه ډير نارامه وي او هميشه په ګيډه کي د ناراحتي څخه زوريږې
بعضې وخت د ګيډې ګاز د دومره زيات شدید درد لام کېږي چې ډاکټر د اپینډیسایټس يا د تريخي د تيږو د دردونو سره غلطوي
خوشبختانه، کورنۍ درملنه کولی شي چي په ګيډه کي جمع شوي ګاز له منځه ويسي او یا يي د جوړيدو مخه ونيسي.

د ګيډې د ګاز څخه د خلاصون لارې چارې

1. اجازه ورکړئ چي ګاز خارج شي
په ګيډه کي د ګاز ساتل د ګيډې د سوځیدو، ناراحتۍ او درد لامل کيږي. د دې نښو څخه د مخنیوي ترټولو اسانه لار دا ده چې په ساده ډول ګاز د کولمو څخه د باد په شکل خارج کړئ.

2. رفع حاجت يا د غايطه مواد کؤل
د غايطه موادو په خارجيدو سره ګاز هم خارجيږي.

3. ورو ورو خوراک وکړئ
په چټکۍ يا په بيړه بيړه خوراک کولو سره يو جای معدي ته هوا هم داخليږي نو معدي ته د هوا دخليدو څخه د مخنيوي لپاره ضروري ده چي خوراک په کراره وشي

4. د ژاولو ژولو څخه ډډه وکړئ
د ژاولو ژولو سره هم معدې ته هوا تیریږي، کوم چې په ګيډه کي د جمع شوي باد او ګاز له امله د ګيډې ناراحتي نوره هم زياتيږي. همدارنګه ژاولي مصنوعي خواږه لري چي دا هم د ګاز لامل کيږي

5. سګرټ څکول پریږدئ

سګرټ څکول د دې لامل کیږي چې هوا د هاضمې سيستم ته ننوځي. د سګرټ څکول پرته د ګيډې د ګاز نوري روغتیا ستونزې هم راولاړوي.

6. ګاز نه لرونکی څښاک غوره کړئ

کاربون لرونکي مشروبات، لکه پيپسي او دي ته ورته مشروبات د ګيډې ګاز نور هم زياتوي بايد له څښلو څخه يي ډډه وشي

7. د ګاز جوړونکو خوړو څخه پرهيز وکړئ
لکه د لبنیاتو محصولات(شېدې، مستې،شړومبې،پنېر)
# غوړ لرونکي خواړه
# هوږه او پیاز
# لوبیا
# مساله لرونکي خواړه
# ګولپي
# کچالو
# خواږه لکه چاکلېټ

8. چای وڅښئ
چای کولی شي په هضم کې مرسته وکړي د ګيډې ګاز او درد په چټکۍ سره کم کړي. ترټولو اغیزمن چاي چي په ترکيب کي لاندي مواد ولري ډير اغيزمن ثابت شوې
# کیمومائل
# ادرک
# پودینه

9. د پودینې څخه ګټه واخلئ

پودينه پا نعنه دګيډې د ګاز سربيره د قبضيت په رفع کولو کي هم ستر نقش لري

10. له فعاله چارکولو څخه ګټه واخلئ

فعاله چارکول یو ډول طبیعي محصول ده چې د نسخې پرته درملتونونو کې د ګولويو په بڼه شتون لري. دغو ګولی په ګيډه کي د ګاز د جمع کيدو مخه نيسي .

دا غوره ده چې په تدریجي ډول د فعال چارکول مصرف رامینځته کړئ. دا به د ناغوښتل شوي نښو مخه ونیسي، لکه قبضیت او التهاب.

11. تمرین کول

تمرین کول د کولمو عضلات آراموي همدارنکه د هاضمي سیسټم له لارې د ګاز په حرکت کې مرسته کوي. د خواړو وروسته نرم تمرين يا مزل کول ګټور تماميږي.

12. ژوره ساه اخيستل

ژوره ساه اخيست ممکن د هرچا لپاره موثره نه وي ممکن د ډیري هوا اخیستل په کولمو کې د ګاز مقدار ډیر کړي.
په هرصورت،په ځینو کسانو کي د ژوري ساه اخيستلو سره په کولمو کي د جمع شوي ګاز خارجيدلو له امله په ګيډه کي د راحت احساس تر سره کړی.

13 . دګاز ضد درمل واخلئ

یو ډول مشهور درمل د ، سمیتیکون، په نامه چي د ګاز په له منځه وړلو کي موثره ثابت شوي په بازار کي په مختلفو تجارتي نومونو ياديږي استفاده کولاۍ شئ

که د پورتنيو کړنو عملي کولو سربېره بيا هم د ګېډې د ګاز څخه خلاصون ونه مومئ په دې صورت کې اړينه ده چې د داکتر سره مشوره وکړئ تر څو د ګاز سبب معلوم او مطابق درملنه ترسره کړي

Leave a Comment