ځواک نیوز( پنج شنبه/۶ زمری/۱۴۰۱): د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د امریکا غږ سره په خپلو خبرو کې د پاکستاني عالمانو کابل ته د سفر په اړه وویل، چې دا وخت د پاکستاني ط ا لب انو سره چې کومې خبرې روانې دي دا د سولې خبرې نه دي بلکې دا یو تجارت دی او یواځې د پښتنو او زمونږ وطن ته بیا ځل جنګ راوړل دي.
د منظور پشتین د خپلو خبرو په دوم وویل، که چېرې دا دې د پاکستاني ط ا لبانو او پاکستان پوځ ترمنځ خبرې کومه معاهده هم ترسره شي، نو دا به د عامو ولسونو لپاره د خیر لپاره نه وي ترسره شوي، ځکه په تېر وخت کې پاکستان پوځ هم ویلي وه چې زمونږ جن/ګ د پاکستان ط البانو پر خلاف و، مګر د ټولو څخه زیات په کې بې ګناه پښتانه وژـ ل شوي دي.
منظور پښتین دا هم یادونه وکړه چې پاکستان پوځ د افغان ط البانو باندې ډېر مهربان او دوست دی او افغان ط البان بیان د پاکستاني ط البانو سره دوستان دي نو مونږ په دې نه پوهېږو چې د دوي دښمني د چا سره ده؟
ورته ډول د پاکستان د پارلمان غړی او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ بیا وایي، ټوله پښتونخوا له اندېښمنوونکي وضعیت سره مخ ده او د پښتونخوا وضعیت د اندېښنې وړ دی او هدفي وژنې پکې ورځ تر بلې زیاتېږي.
همدا ډول افراب سیاب خټک بیا د امریکا غږ سره په خپلو خبرو کې ویلي، پلان دا دی چې د ټولو مدرسو مرکزونه افغانستان ته ولېږدول شي.
پښتون سياستوال افراسياب خټک وايي زیاته کړې، پاکستان غواړي د افغانستان ستراتېژیکه جغرافیه تر خپل کنټرول لاندې راولي او ترې نظامي او اقتصادي ګټه پورته کړي.