جنسي لارښود

د کورو الۍ پر مهال د ستونزو ساده او اسانه حل لاره

12 825x510 1
Avatar photo
Written by Zwak News

د کور”والۍ ستونزې مختلف ډولونه لري، چې ځینې یې د بدن د نورو عوارضو څخه راپيدا کېږي، زه دلته لنډ د کوروالۍ ستونزو د کمۍ زورۍ په هکله خبرې کوم.

د ځانګړې برخې کمزوري او يا مخکې له وخته د کوروالۍ اړيکې يو طرفه پای دومره لویه ستونزه نه ده، مګر کله چې په ذهن کې لويه شي بيا واقعا هم ورڅخه لويه ستونزه جوړېږي.

که ستاسې ملګری/ملګرې دا ستونزه لري حتا کولی شئ هغه ته عادي بې ضرر درمل يا کوم ترکيب او څه ورکړئ او هغه ته دا ووایئ چې دا د دنيا تر ټولو ښه درمل دي، د ډېرو خلکو ستونزې یې حل کړي، دا به هغه ته په ځان د باور قوت ورکړي.

که دا ډول ستونزه لرئ چې مخکې له وخته درنه د کوروالۍ اړيکه پای مومي، نو څو ټکو ته پام وکړئ.

دا ستونزه د وخت په تېرېدو سره حل کېږي، بې ځايه زيات تشویش دا ستونزه نوره هم ډېروي، نو د منفي فکرونو او اندونو څخه ځان لرې وساتئ.

تر هغه چې د وخت په تېريدو له دې ستونزې څخه خلاص شئ، نو بايد ځینې نورې لارې چارې وکاروئ، تر څو نه تاسې د کومې اندېښنې سره مخ شئ نو مو مېرمن.

د دې لپاره د کور”والۍ په وخت کې خپل فکر په دغه اړيکه کې مه متمرکز کوئ، بلکې ذهن مو په يو بل څه مصروف کړئ، ډېر ساده په خپل ذهن کې مو خپل حرکات وشمارئ يا هم بل څه.

کولی شئ په ساده ډول د کوروالۍ په منځ کې وقفه ورکړئ او تر هغه پورې مو د مېرمنې نورې عاطفي تنده خړوبه کړئ.

د کورو”الۍ پر مهال د شدت يا تېزو حرکاتو په ځای عاطفي او احساساتي طرف ته وزن ورکړئ، په دې مانا چې رومانتيکه اړيکه ولرئ.

د دې ترڅنګ په ټوله ورځ کې هېڅکله داسې څه مه ګورئ او مه یې خيال کې درولئ چې ستاسې ځانګړې برخه راوپاروي، ځکه دا ستاسې د ځانګړې ارادې د کنټرول د ضعیف والي سبب کېږي.

خپلو جامو ته پام وکړئ له ډېرو تنګو جامو اچولو څخه لاس واخلئ.

د دې ترڅنګ کولی شئ د اړيکې وړاندې د عاطفي قوت څخه کار واخلی او خپله مېرمن مو دې ته تياره کړئ چې د اړيکې وروسته ستاسې سره يو ځای اړیکه پای ته ورسوي.

که مو له دې سره ستونزه حل نه شي، بيا به ښه وي چې يو ډاکټر ته مراجعه وکړئ او که ډاکټر لازمه ومونده، نو تاسې ته به د درملو توصیه وکړي.

خاص د الله ج د رضا په خاطر یې شیر کړئ

Leave a Comment