جنسي لارښود

د کوروالۍ د ځواک لپاره ۸ طلايي سپارښتنې

20220923 125535
Avatar photo
Written by Zwak News

ډېری نارينه په دې هڅه کې دي چې د کوروالۍ ځواک یې زيات کړي، ډېری په دې هکله څېړنې کوي، ځينې درمل اخلي، ځینې د نورو شيانو څخه استفاده کوي، خو ځینې وخت کولی شئ په ساده لارو خپل د کوروالۍ ځواک زيات کړئ.

په دې ليکنه کې درته د کوروالۍ د ځواک لپاره د څو زرينو ټکو څخه پرده پورته کوو.

١-: دا مېوې او سبزۍ وخورئ

حتماً اوږه، پياز، مرچک او کېلې وخورئ، دا مېوې او سبزۍ مو د وینې دوران سموي، کوم چې د کوروالۍ پطرول ګڼل کېږي.

٢-: د اومېګا ۳ او بي يو ويټامين مه هېروئ

په ښه اندازه ماهيان، اوکادو او زيتون وخورئ، په دې کې موجود اومېګا ۳ د وینې دوران تېزوي، کافي ممپلي وخورئ، په ممپليو کې موجود ويټامين بي يو په مغز کې د کوروالۍ د ځواک کنټرول زياتوي.

٣-: سټرېس ته نه ووايئ

د ټول بدن په شان مو سټرېس د کوروالۍ د ځواک هيله، د کوروالۍ هیله دواړه کموي او د زړه ضربان مو په غیرې منظم ډول زياتوي، د سټرېس په هکله مو له مېرمنې سره خبرې وکړئ، شايد داسې اسانه تېر شي.

٤-: لمر واخلئ

بېرون ته وتل، لمر اخيستل مو د مېلاتونين هورمون زياتوي او راويښوي يې، مېلاتونين مو د کوروالۍ د ځواک سرچینه تازه کوي.

٥-: له ناوړه عادتونو لاس واخلئ

له سيګريټو او الکولو څښلو لاس واخلئ، ځکه له يو خوا دا ستاسې د ټول بدن روغتيا ګواښي، له بلې خوا مو د وینې ګردش ورو کوي او د وخت په تېرېدو سره مو اقتدار ته زيان رسوي.

٦-: فوراً مو جامې مه وباسئ

ډېر کله ډېری خلک په دې هکله بيړه کوي، په دې ټول پوهېږو چې له کوروالۍ وړاندې لومړی مينه محبت حتمي دی، خو ځینې بيا په ځان کنټرول نه لري او فوراً مستقيم د کوروالۍ اړیکې ته دننه کېږي، نو له دې کبله په لومړيو دقيقو کې همداسې مينه محبت وکړئ او تاسې مو خپلې جامې مه وباسئ، دا تاسې دې د مينې وخت زياتوي او مقابل طرف تر هغه وخت اړیکې ته ښه تيارېږي.

٧-: له ډېرې ګرمۍ ځان وساتئ

د ډېر وخت لپاره په ډېر ګرم ځای کې اوسېدل د نارينه د منیو د حرکت قوه له منځه وړي او دا د اولاد يا د ښځينه د‌ حامله پرېښودلو چاره سختوي نو له ډېر ګرم ځای څخه هم لرې اوسئ.

خاص د الله ج د رضا په خاطر یې شیر کړئ

Leave a Comment