تعلیم

د کجکي بند د برېښنا د توليد کچه ۱۵۱ میګاواټو ته رسېدلې

د ریا:ست الو:زراء اداري مرستیال وایي، د کجکي بند د برېښنا د توليد کچه ۱۵۱ میګاواټو ته رسېدلې او دغه پروژه ګټې اخیستنې ته چمتو شوې ده. د راپور له مخې، د ۱۴۰۰ کال په مرغومي میاشت کې د هلمند ولایت د

کجکي بند درېیو توربینونو ۵۰ میګاواټه برېښنا تولیدوله او د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت له خوا یې پر درېيو توربينونو کار روان و، څو په فعالېدو سره يې د برېښنا د تولید وړتیا ۱۵۰ میګاواټو ته لوړه شي. د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالس:لام حنفي د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت له مرستیال براق انسال سره په کابل کې کتلي دي. سرچینه زياتوي، د دغه شرکت د پلان پر بنسټ باید د کجکي بند د برېښنا توليد ۱۵۱ میګاواټو ته ورسېږي چې اوسمهال یې بشپړ کړی او ګټې اخيستنې ته چمتو دی

Leave a Comment