د کابل پرونۍ پېښې په اړه د نبي او راشد غبرګونونه
د افغانستان د کرېکټ ځلانده ستورو هم د کابل دشت برچي کې پر کاج ښوونيز مرکز پرونی خونړی بر:يد په کلکو ټکو غندلی او له قربانيانو سره يې خپله غمشريکي څرګنده کړې.
راشدخان په خپل ټوېټر دغه بر:يد په کلکه غندلی او هېواد کې يې د سوکالۍ د ټينګښت هيله کړې ده.
په ورته وخت کې محمدنبي هم د يو غمجن بيت په ليکلو سره د يادې پېښې په اړه خپله خواشيني څرګنده کړې.
د کابل په لوېديځ کې د تېرې ورځې ځانم: رګي بر:يد له امله ۲۳ م’ړه او ۳۶ تنه ټپيان شول.