د ښځينه و لپاره د جنسي اړيکې ترټولو ناوړه وخت اوڅارنيوز: د ج- سي اړيکې لپاره وخت ټاکل ډېر مهم دی، ځکه د انسان ذهني اماده ګي په وخت پورې اړه لري، ځینې وختونه داسې
وي چې نارينه پکې ج سی اړيکې ته هېڅ زړه نه ښه کوي او ځینې بيا داسې وي چې ښځې یې نه خوښوي. په ټوله کې ښځينه د غرمې له لوري ج سی اړیکې نه خوښوي، ددې سبب دا نه دی چې ښځې په دې وخت کې شوق نلري بلکې سبب یې تر ډېره دا وی چې يا کور کار لري او يا هم داسې وي چې په کور کې نور کسان هم ورسره ګډ ژوند کوي او دوی وېره لري چې بل څوک ورباندې پوه نشي. د شپې له لوري ښځې
ترټولو راحت وي ځکه په دې وخت کې دوی ددې وېره نلري چې بل څوک به پوه شي چې دوی څه کوي ځکه ټول ويده وي. ښځې د شپې ځان راحت احساسوي او د خپل زړه د خوښې په ډول اړيکې ټينګوي، په دې بايد پوه شو چې ښځې خپل محرميت ته ډېر زيات ارزښت ورکوي. له همدې کبله پکار ده ج سي اړیکې په داسې وخت او ځای کې ونیول شي چې هلته ښځینه ځان سل سلنه محرمه حس کړي او هېڅ ډول وېره ونلري.