تعلیم

د ژوند لپاره د مناسبې ښځې ځانګړتیاوې دا دی:

20220801 083711
Avatar photo
Written by Zwak News


د میرمنې ټاکنه

د ژوند لپاره د مناسبې ښځې ځانګړتیاوې دا دی:

د خاوند ټاکنه

الله جل جلاله نر او ښځه پيدا كړي تر څو يو د بل په څنګ کې خپلې روحي او جسمي غوښتنې پوره كړي او د آرام او اطمینان ژوند وکړي.

د الله تعالی له یاد نه وروسته دوهم څيز چې انسان ته ارامي وربښي هغه كورنۍ ده.

له پيدايښت نه وروسته، که څه هم چې الله جل جلاله آدم (ع) ته زيات نعمتونه ورپه برخه كړي وو، خو بيا هم هغه د يوازيتوب احساس وكړ او الله جل جلاله بي بي هوا پيدا كړه ترڅو لده سره يو ځاى ژوند وكړي.

ښځه او نر يو د بل په څنګ كې كولاى شي نيك مرغه ژوند ولري، همدا لامل دی چې زيات شمير ميرمنې خپل د بريا راز خپل خاوند او زيات شمير خاوندان د بريا علت خپلې ميرمنې ګڼي.

خو د دې ټولو سره سره متاسفانه چې كم شمير خلك له نكاح څخه ستر اهداف لري، ځينې يوازې د شهواني غرايزو د پوره كولو لپاره، ځينې يوازې د پيسو … او په همدې توګه خلک د ډیرو ټیټو اهدافو د لاس ته راوړلو په خاطر واده کوي په داسې حال کې چې الله جل جلاله د واده تر شا ډیر ستر اهداف اچولي دي.

د میرمنې ټاکنه

يو له مهمو او شايد هم له ستونزمنو كارونو څخه د مناسبې ميرمنې پيدا كول او ټاكل دي، ځكه چې پدغه كار كې تيروتنه يعنې ځان د غمونو او مصيبتونو كندې ته غورځول دي. د ميرمنې په ټاكنه كې تيروتنه داسې تيروتنه نه ده لكه چې د سوداګرۍ په ډكر كې رانه سر وهي، ځكه هغه تيروتنه د وخت په تيريدو سره له ياده وزي او يا هم جبران كيږي، مګر په نكاح كولو كې تيروتنه نه د وخت په تيريدو سره له ياده وزي او نه هم جبران كيږي. نو ضروري ده چې دغه ټاكنه په پوره دقت سره وشي.

د ژوند لپاره د مناسبې ښځې ځانګړتیاوې دا دی:

د هغې د افكارو پيژندنه.
پدې بايد وپوهيږې هغه ښځه چې غواړي په راتلونكې كې ستا ميرمن شي كوم څيزونه ورته د ارزښټ وړ دي او كوم څيزونه ورته ارزښت نلري، په عمومي توګه څه ډول فكر كوي او ايا ستاسو دواړو افكار يو شان دي كه سره يو شان فكر نه كوى. مثلاً هغه د دين په اړه څه ډول فكر كوي، د ټولنې د افرادو په اړه، كوم څيزونه د دې په اند ښه او كوم بد دي، پدې باندې ځان پوهول چې ستا نه څه غواړي، او خوښوي چې راتلونكى خاوند يي څه ډول صفات ولري.

په نوموړو خبرو او نوروارزښتونو باندې پوهيدل زيات اړين دي. اجازه وركړى چې لومړى ښځه خپلې خبرې پيل كړي، وروسته د دې په غوښتنو سوچ وكړﺉ، خو كه لومړى تا خبره پيل كړې نو زيات شمير ښځې دي چې د خپل خاوند ټول ارزښتونه يي منلي وي خو وروسته له يوې مودې يي بيا هغه له ياده ويستلي، ځكه چې هغه وخت ميرمن يوازې د نكاح كولو په سوچ كې كې وي هغه هم د كورنى د فشار او يا هم د خپل كورني چاپيريال نه د تښتيدو پخاطر.

دينداري.
د ښځې دينداري په ګډ ژوند كې مهم رول لوبوي. كه چيرې ښځه دينداره وي دا یو ډول اعتماد رامنځ ته کوي او اعتماد په كورنۍ كې د ارامتيا سبب كړځي. دينداري انسان يوه ټاكلي چوكاټ ته وراچوي.

له ديندارۍ نه وروسته بیا ښايست، پيسې، اصل او نسب وروستۍ خبرې دي. زه داسې خلك پيژنم چې يوازې يي د ښايست او يا هم د پيسو له مخې ميرمن ټاكلې خو وروسته بيا د بريالي ژوند په رغولو ندي توانیدلي.

سره لدې چې لومړى پر ښايست باندې ډيرې خبرې كيږي مګر د ګډ ژوند له پيل كولو نه وروسته بيا ښايست ورو ورو څنډې ته وزي او نور څيزونه لكه احترام، آداب، اخلاق او … مخې ته راځي. په ځينو ښځو كې ښايست پخپله د دې سبب شوى چې ستونزې رامنځ ته کړي او خاوند ته د خپلې ښځې په وړاندې شك پيدا كړي.

دا خبره دا مانا نلري چې ګواكي ښايست بد وګڼو بلكه ښايسته ښځه كولاى شي د ښایسته خاوند غوښتنو ته ځواب ووايي دا پخپله د نارينه لپاره يوه اړتيا ده. لكه څنګه چې يوازې ښايست ته پاملرنه ستونزې رغوي په همدې بڼه ښايست ته پاملرنه نه كول هم ستونزې زیږوي.

د ښځې د كورنۍ پيژندنه.
د ښځې د كورنۍ پيژندنه د ګډ ژوند لپاره يو اړين څيز دى، داسې كسان شته چې وايي يوازې ښځه مهمه ده، د هغې له كورنۍ سره خو ژوند نه كوم. نه، داسې نه ده. ۵۰% پخپله ښځه او ۵۰% د هغې كورنۍ مهمه ده، په تيره بيا د ښځې په كورنۍ كې د ميرمنې مور مهم رول لوبوي چې د نجلى په تربيه كې مور زيات تاثير لري، يوازېنی كس چې نجلۍ د خپلو ستونزو د حل لپاره ورته مراجعه كوي هغه د دې مور ده، كه چېرې د نجلى مور هوښياره او نه وي نو د ميرمنې او خاوند تر منځ اړيكې سره خرابوي ځكه خپلې لور ته دا ور زده كوي چې څنګه د خاوند نه غچ واخلي بلاخره خبر جګړې ته رسي او د كورنۍ د ويجاړيدو سبب ګرځي.

مناسب سن.
د ميرمنې او خاوند تر منځ د سن توپير د دې باعث كيږي چې يو د بل په خبرو سره پوه نشي او يو بل سره ګرم وګڼي.

ګډ دود او دستور
د ښځې او خاند تر منځ د فرهنګ، آدابو، دودونو، ډوډى پخلو او حتا د خبرو څرنګوالي په م

Leave a Comment