د ډاکټر صاحب اشرف غني د مرکې مهم ټکي .
ملګرو سره شريک کړئ
که ط بان لاړ شي ډيرې سختيانې به راشي
د ملا: محمد .ع.مر صيب دوره کې
مساوات ؤ.
اسلام په زړونو کې دی نه په ږيره کې
زه د مقاومت هيڅ طرفدار نه يم
زه ط سره سیاسي حل طرفدار يم
ط چې څومره خلک سرکوبوي همغومره
ورته مقاومتونه ايجاديږي
ملا :محمد .ع.م.ر امر چې څنګه چليده د ملا هب.ة. الله امر هسې نه چليږي .
دوی دې خپل يو داسې سړی وښيې چې د فکر او کار سړی وي (ټلواله يادوي)
هغوی چې ماته فاشست وایې هغوی دې اول د فاشیست په معنی ځان پوه کړي
ټول سيستم مفسد ؤ دا د يوې ورځې کار نه ؤ دوی هر وخت مداخله کوله.
مطلب انحصار ؤ دوی مشکل جوړوه او
ما غوښتل په تدريج لاړ شم
ډاکټر عبدالله پر ما وتپل شو .
زه مجبور وم، دليل مې جنګ نه منل ؤ، دوی د کودتا طرحه جوړه کړې وه.بين
المللی ټولنې راغلې
قانون يو بام او دوه هوا ؤ.
د مواد مخدر ريس به پوډر خرڅول چې پرې خبر شولو خپل ولايت ته وتښتيد
زموږ لاسونه تړل شوي ؤ
اساسي دليل د سولې غلط مدیریت ؤ.
د جمهوريت سقوط د اولس لخوا ندی راغلی، ولس سوله غوښتله
وروسته ډاکټر نجيب واقعيتونه درک کړل خو هر څه چې یې اولس ته وويل اولس پرې بې باوره شوی ؤ ځکه دا د
خاد ريس پاتې شوی ؤ
حفيظ الله امين شپيته زره کسان ووژل او لست یې خپور کړ
د ډاکټر نجيب دګوند اشتبها دا وه چې په وژلو ټکولو او ځورولو يې شروع وکړه
مشکل جمهوريت کې نه ؤ سياسيونو کې دی.
کله چې بايډن وويل موږ اوځو خليلزاد له ډاره ټول لړزيډه
زما د خليلزاد سره برخورد وګوري او د ده منافقت وګورئ
خليلزاد مفسد او بې کفايته دی له خپل افغانيت هم تير دی .
زه افغان وم اوسم به
خدای دې کرزي ته صراط مستقيم په
نصيب کړي
کرزي صيب ته ما ویناګانې ليکلي پروګرامونه مې ورته جوړ کړل هغه بيچاره په هيڅ نه پوهيده
کرزی صیب د لوستلو او ليکلو سړی ندی يواځې د وينا سړی دی خو خبر یې زر هيريږي
امنيت دفاع داخله او خارجه ددوی سره وه، ۵ مليونه افغانان یې له شمال څخه
محروم کړل .
احصاييه دوی نه منله وطن دوی نه منه
عبدالله عبدالله شرميږي نه چې ماته د خاين ملي خطاب کوي دوی په ۲۰۰۱ کې ديکتاتوري ونکړه يوې ولسوالۍ په ټول افغانستان نه وه حاکمه ؟
کابل چا وران کړ، په زرګونو کسان چا ووژل، آبشار له مخې چا وران کړ .
اشاره یې عبدالله عبدالله ته ده.
خليلزاد ط نه و پيژندلي ځکه ط سره دوی دوکه کړې وه
د خليلزاد طرحه وه چې د جنګسالارانو ترمنځ سوله وشي
ايا خليل زاد دومره احمق او بې کفايته ؤ
ما پرله پسې اوه کاله مقاومت وکړ خو اخر کې يواځې پاتې شوم
زما او د يوکراين زيلينسکي فرق دا دی چې هغه د يو متحد ملت مشر دی ټوله دنيا ناټو او همسايه ګان ورسره ولاړ
دی .
موږ تقسيم ؤ
ايموږ او د امریکايانو د جنګ طريقه فرق درلود .
د امريکايانو طرحه وه چې کابل او قندهار وساتئ نور وطن پريدئ
روحي فضا خراپه شوه.
سياسي معامله وشوه
دوستم او عطا نور ځان مسلح کړ خو په دويمه ورځ تاجکستان کې ناست ول
۹ شمالي ولايتونه په داسې چټکۍ سقوط شول چې هيڅ منونکی نده
په کابينه کې هيچا تعهد ونکړ بلکې ټول وتښتيدل او زه يې يواځې پريښودم
امريکا زموږ د امنيت قواوې تخليه کړې او موږ خبر نه ؤ زه آخرنی سړی وم کې له مجبوريت ووتلم
زه تر اخره پاتي کيدم خو ټوله کابينه تښتيدلې وه تر ټولو اول وزير دفاع
تښتيدلی ؤ
ما هيڅ افغان ندی پرې ايښی بلکې نړۍ پريښودئ.
دفاع کې بايد زر جنراله وای خو دوی ۳۰۰۰ مقرر کړي ول داخله خو څه کوئ؟
سياسي زلزله راغله چې ټول یې ګنګس کړل .
هغوی ملامت کړئ چې وطن یې اتحاد ته نه پريښود او هر يو خپل حکومت
درلود
افغان لورګانو او ځوانانو نه ګيله لرم تاسو زه يواځې پريښودم ما نه ياست پرې ايښې
د امريکا کانګريس کې بحث دا دی چې دا تړون په کوم بنياد شوی څه وکړو او څه بايد وشي
سوال دا دی چې ط افغانستان په اسلامي حر.کتو.نو بدلوي که افغانستان اول کوي
رښتيا هم زه بازاري، دکانداري او جرمي شبکوي سياست ته نه وم جوړ شوی
زه ولسمشر وم خو محدوديتونه مې لرل، هر څه مې په واک کې نه ؤ د فساد ډک کان ماته په ميراث راغلی ؤ.
تصفيه په يو وار ناشونې وه
زه په سلو کالو کې چاته سر نه ټيټوم .
که ط د ولس رايه مني بيا کيدای شي لار جوړوه شي
شريعت يو کان دی .
شريعت علماؤ ايجاد کړی نه حکمرانانو
افغانستان يو سياسي ژمن قشر ته ضرورت لري
تر ټولو مهم افغانستان بايد په خپلو پښو ودريږي
زه غواړم د اولس په ارادې واک ځای ناستې ته تسليم کړم .
زه اوس وطن ته په دې شرايطو کې نه ستنيږم او اوس بيرون د کوم ګوند جوړولو اراده نلرم
نه امان الله خان نه داود خان او نه نجيب او نه هم ما دا فصل ناتمام تمام کړ خو اميد لرم
زه جوړولو ته پيدا شوي يم نه جنګ ته نغواړم ايما په نوم او تاريخ د تورې ذکر راشي
کاپي راټولونکی استاد میوند جمال صاحب