چیچین ولسمشر رمضان قدیروف، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ډیرې نږدې اړیکې لري ویلي دي چې ددې وخت رارسیدلی دی چې له دندې نه استعفا وکړي.
قدیروف په ټولنیزو رسنیو کې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې “د یوې ډیرې اوږدې رخصتۍ مستحق دی”. هغه ویلي دي چې ” مخکې له دې چې له دندې وشړل شم زه فکر کوم چې ددې وخت رارسیدلی دی چې زه له خپلې دندې ګوښه شم. “
د چیچنین ولسمشر رمضان قدیروف چې د روسیې له ولسمشر پوتین سره د نږدېوالي له کبله مشهور دی، له خپلې دندې د پریښودو لپاره اماده ګي وښودله.
۴۵ کلن قدیروف له ۱۵ کلونو راهیسې د چیچنین د خپلواکې ادارې مشر دی. هغه چې تل د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سیاسي سیالانو د ګواښونو سره په اجنډا کې ځای نیولو داځل له دندې د پریښودو د پریکړې سره په اجنډا کې ځای نیولی دی. قدیروف چې د روسیې لخوا پر اوکراین د برید نه وروسته یو ځل بیا صحنې ته راوتلی وو او پخپله د سلګونو چیچنیایي جنګیالیو سره د اوکراین په جګړه کې ګډون کړی وو یو ځل بیا د ټولو پام ځانته رااړلی وو.
هغه به وخت نا وخته ددوې پر ملاتړ د روسي ځواکونو لخوا په نیول شویو سیمو کې عکسونه اخیستل او په ټولنیزو رسنیو کې به يي شریکول. هغه ویلي وو “که پوتین يي مخه ونه نیسي تر اروپا به پرمختګ وکړي..
خو مخکې ددینه چې چیچنیايي جنګیالي د اوکراین نه راستانه شي هغه په ناڅاپي توګه د خپلې دندې د پریښودو پریکړه وکړه.
چیچنین مشر په ټولنیزو رسنیو کې په خپور کړي بیان کې ویلي وو “زه د روسیې په فدراسیون کې د یو خپلواکه جمهوریت تر ټولو د اوږدې مودې دنده کوونکی یو مشر یم، زه د ۱۵ کلونو راهیسې د چیچین د جمهوریت مشري کوم، زه فکر کوم مخکې له دې چې زه له دندې ګوښه شم باید پخپله یوې غاړې ته شم او دنده پریږم. زه د یوې اوږدې رخصتۍ مستحق یم.”