نړیوال خبرونه

د چین سفیر له هندي چارواکو سره د افغانستان په اړه

BackgroundEraser 20220806 083321178
Written by Zwak News

افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د هندوستان پلازمېنې نوي ډيلي ته د سفر پرمهال د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې. هندي رسنۍ

هندوستان ټایمز ویلي، هندوستان ته تر سفر مخکې د چین ځانګړي استازي پاکستان او ترکیې ته هم سفرونه کړي او د افغانستان پر وروستیو حالاتو یې خبرې کړې دي. په راپور کې راغلي چې د چین استازي د بهرنیو چارو وزارت دویم مرستیال جي پي سینګ چې د

افغانستان، پاکستان او ایران د برخې مسوول دی هم خبرې کړې دي. د چین ځانګړي استازي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې نوي ډیلي ته یې په خپل لومړي سفر کې د بهرنیو چارو وزارت له استازي سره یې پر افغانستان ګټورې خبرې کړې دي. هغه زیاته کړې چې دواړو لورو موافقه

وکړه، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره به اړیکو او خبرو اترو ته ادامه ورکوي

Leave a Comment