جنسي لارښود

د ځينو ځوانانو جن+سي ځواک ډېر ژر راپاريږي او بېرته ژر انزال ته رسيږي

20220809 082124
Avatar photo
Written by Zwak News

د ځينو ځوانانو جن+سي ځواک ډېر ژر راپاريږي او بېرته ژر انزال ته رسيږي، هغوی په ځان ښه پوهيږي، چې دا ټول د جنسي بې لاريتوب له امله شوي دي. دوی که له وخت سره پرهېز وکړي، ناوړه انځورونه، په انټرنېټ کې خراب سايټونه او نور… پرېږدي او همدارنګه د جنسي بې لارېتوب لارې پرېږدي دا ستونزې يې د وخت په تېرېدو سره له منځه ځي؛ مګر که داسې وي، چې نن توبه وکړي، سبا بیا پرې واوړي، بيا توبه وکړي بله ورځ بیا داسې وکړي، د دې درملنه بيا نه له طب سره شته، نه له ارواپوهنې سره شته او نه هم له

حکيمانو سره.
تر ټولو غوره خبره دا چې که تاسې ته شېدې، کوچ، د غوا غوړي، پېسته او بادام چې د جن+سي ځواک د پياوړي کيدو لپاره اړين دي، نه تر لاسه کيږي، هيڅ خبره نه ده.تاسې له دال او لو بيا سره هم ضايع شوې انرژي تر لاسه کولای شئ. د جنسي کمزوري لپاره د داسې درملو اړتیا نشته، چې يوازې جن+سي جذبات راوپاروي؛ بلکې داسې درمل تاسې ته لاستونزې او ناروغۍ

زياتوي.
زه يو ځل بيا په دې ټينګار کوم، چې جنسي کمزوري کومه ځانګړې بدني ناروغۍ نه د ه، دا يوه اروايي عارضه ده، چې انسان يې بايد خپله د کنترول لارې چارې وسنجوي.
تاسې په ورځپاڼو کې په هغه اشتهاري حکيمانو مه تېر وځئ، چې ځانونو ته لقمان حکيم وايي، که بيا هم ستونزه وه، نو بايد له يوه تکړه او مستند رنځپوه سره مشوره پرې وکړئ. دداسې ډېريو ځوانانو د معدې نظام خراب وي يا ډېر قبض ورته پېداکيږي له دې سره هم جن+سي ځواک کمزوری کيږي. کله کله داسې هم کيږي چې يو نيم کس ته احتلام ( د شېطان غولول) زيات کيږي يا د جريان ستونزه لري معنا دا چې په ځان پوه نه وي او مني ترې خارجيږي، دا هم جن+سي ستونزه ده او درملنه

يې شونې ده.
ډېری ځوانان چې عصبي ناروغۍ لري، هغوی که پرلپسې د اعصابو او ډېپرېشن درمل خوري ارو مرو ورته جن+سي کمزوري پېدا کيږي؛ خو ډاکتران بايد هغوی وپوهوي،چې دا ستونزه يې د تل لپاره نه وي. دا هم اړينه ده، چې بايد د دوا د انتخاب د غېر مسلکي کسانو لخوا درته ونشي. ځينې ځوانان يو بل ته وايي( پلانۍ دوا وخوره، پلاني هم دا ناروغي لرله، ورسره روغ رمټ شو) داسې بیخي ونکړئ؛ بلکې تل له مسلکي ډاکترانو سره مشوره کوئ.
وار د مخه يا ژر انزالېدل
يادونه: تر دې سر ليک لاندې ليکنه له لاندې برېښناپاڼې څخه په مننې راخيستل شوې ده:
http://darmalana.bloguna.tolafghan.com/posts/1670
د جن+سي ملګرې تر قناعت او اشباع کېدو مخکې د مني خارجېدو ته ژر انزالېدل وایي.
څېړنې ښيي چې په هرو دریو نارینه وو کې یو یې د ژر انزالیدو ستونزه لري.د انزالېدو له پاره کوم ځانګړی طبي معیار او وخت ندی ټاکل شوی، د ژر انزالېدو او په وخت انزالېدو موضوع د دواړو لوریو قناعت او اشباع پورې اړه لري.
د ژر انزالېدو لاملونه:
په سلو کې ۹۵ نارینه کومه ځانګړې روغتیایي ستونزه نلري، خو بیا هم لاندي ټکي د د ژر انزالېدو لامل کیدی شي.
۱-په ځوانۍ کې د موټک (جلق) وهل د تذکیر د آلې د حساسېدو سبب ګرځي.
۲-په ځوانانو کې د نارینه جن+سي هارمون (ټسټوسټېرون) زیاتوالی د ژر انزالېدو سبب کېږي.
۳-د جنسي ملګرې ځانګړنې او داچې هغه د کوروالي نه مخکې آماده شوې وه او که نه.
۴-رواني ستونزې او اضطراب.
۵-د لاندنیو دواګانو استعمال.
– شراب(الکول).
– فشار ضد درملونه لکه: (Aldomet(Methyldopa), Inderal(Propranalol
– د معدې درملونه لکه: Ranitidine, Cimitidine, Omeprazole
– د خپګان او تشویش ضد دواګانې لکه : Stelazin(Triflouperazine), Diazepam
– د زړه د ناروغیو دواکانې لکه: Digoxin او نور.
۶- ناروغتیاوې لکه شکره، هایپرتایروېډیزم(د تایرایډ د غدې زیات فعالیت)…
۷- د بولي تناسلي سیسټم او پروسټېټ د غدې التهاب.
۸- د وېټامینونو کموالی.
۹- د عصبي سیسټم ستونزې، ضربې او د جراحۍ تاریخچه.
۱۰- Oversensitivity یانې د نارینه ډیره توجه او ډیر ګرمېدل هم د ژر انزالېدو سبب کېږي.
د حل لارې:
۱- د لومړنیو لاملونو لرې کول او ښه خواړه خوړل.
۲- د پورتنیو دواګانو پرېښودل او یا کمول.
۳- ښځه باید د دخول نه مخکې کاملاً آماده کړی شي.
۴- د جنسی عمل په وخت کې سړی دې خپل فکر ډیر متمرکز نکړي، فقط کوښښ دې وکړی چې ښځه تحریک او مشبوع شي ځکه ښځې د نارینه وو په پرتله ژر نه آماده کېږي او نه هم ژر اورګازم (انزال) ته رسي.
۵- که سړی ډیر تحریک او تنبیه شوی وي نو د مجامعت نه یو تر دوه ساعته مخکې موټک ووهي.
۶- قضیب ته د فشار ورکولو طریقه (Squeeze Technique):
– د انزال د احساسېدو تر وخته دې مجامعت ته دوام ورکړی شي.
– د انزال د احساسېدو سره دې قضیب وویستل شي او د دېرشو ثانیو له پاره قضیب ته فشار ورکړﺉ.
– د هر ځل د انزال احساسېدو سره د فشار راوړلو پورتنۍ طریقه تکرار کړﺉ تر هغه چې ښځه د انزالېدو غوښتنه وکړي.
۳- د تشوش او پرېشانۍ رفع کوونکي درملونه د جماع نه څو ساعته مخکې استعمال شي لکه:
۱- Capsule Flouxetine 20 Mg
۲- یا Tablet Anofranil (Clomipramine) 10 Mg
ځوانان بايد څه وکړي؟
ځوانان بايد په دې وپوهيږي، چې بدني کمزوي، د زړه ډار، له مرګه تېښته، نهيلي، ماتې منل او همدارنګه چې څوک له ژونده بېزاري محسوسوي. دا ټول د لا شعوري ذهن اغېزې دي. د دوی په لا شعور ذهن کې دننه د ماشومتوب کوم محروميتونو چې ځای نيولی دی، د هغې اوس کرار کرار نښې راڅرګنديږي. دې علايمو تاسې له ځان څخه د خوند اخيستنې عادتي جوړ کړي ياست. اوس دا له ګناه ډک احساس کرار کرار ستاسې عصبي نظام تباه کوي. که چېرې مو عادت زيات جدي، اوپرله پسې تر کلونو پورې وي؛ نو بيا ډېرله خطره ډک هم

کېدی شي.
تاسې خپل ځانونه باوري کړئ، چې نور نو د محروميتونو وخت تېر شوی دی، ستاسې د اصل شخصيت بڼه دا ډول نه ده؛ لکه تاسې چې محسوسوله. دا اصلاُ د کوچنيتوب اغېزې دي، چې د زنګ په بڼه ستاسې په شخصيت پورې نښتې دي. اوس تاسې ځوانان ياستئ، ماشومتوب له ذهنه وغورځوئ. وړاندې راځئ چې بايد نور څه وکړو.
په ځوانۍ کې د ماشومتوب خوبونه مه

ګورئ!
ماشومتوب مو ښه يا خراب تېر شوی دی، که تاسې ته مور وپلار او کورنۍ مناسبه مينه په کوچنيتوب کې نه وي درکړې، دا نو د هغوی مجبوري وه. ستاسې د اړتياوو د تر سره کولو لپاره هغوی شپه ورځ په ځانونو يوه کړې وه. بهرنيو هېوادونو ته به په کلونو کلو مسافر و او ستاسې لپاره به يې يوه ګوله ډوډۍ پېدا کوله، څوک دا نه غواړي چې په کور کې له خپلو ماشومانو سره وي او ډېره مينه دوی ته

ورنکړي.
اوس دا ستاسې فرض دي، چې مور و پلار ته د هغوی د محنت او خواري په بدل کې آرام او هوسا ژوند ورکړئ، یا مو که دا له لاسه نه کيږي؛ نو خپل ځانونه خو پېټي مه ورته جوړوئ. کېدای شي ستاسې مور وپلار ته د دوی خپلو مېندو او پلرونو مينه او راحت نه وي ورکړی. دا هم شونې ده، چې هغه وخت ستاسې مور وپلار دومره لوستی نه و، چې ستاسې پالنه يې د آروايي آرونو (آصولو) پر بنسټ کړې وای. په هر حال له تاسې سره چې په وړکتوب کې هر ډول رويه شوې وي،دا د يوه اروايي او قدرتي عمل پر بنسټ ستاسې خيالات او ستاسې د فکر د خرابولو سبب جوړ شوی دی. که تاسې وغواړئ د يوه سالم فکر په مرسته يې جبران

کولی شئ.
مور و پلار دې هم په دې پوی شي چې:
له خپلو اولادونو سره دې د دښمن په څېر رويه نه کوي، د هغوی په سترګو کې دې معصومه مينه درک کړي. اولاد ته چې مور وپلار مينه ورنکړي؛ نو بل څوک خواخوږی به ورته پېدا شي.
زيات ځوانان په دې شکمن وي، چې مور وپلار ورسره داسې رويه کوي؛ لکه اولاد يې چې نه وي. دوی له خپلو اولادونو له مينې سره سره اخلاق، زړورتيا او ځيرکتيا هرڅه اخيستي وي. له بده مرغه چې دوی يې بيا جبران ته هيڅ

لاره چاره نه ګوري.
که داسې پلرونو ته څوک مشوره ورکړي، چې له خپلو اولادونو سره بايد نېک او آزادانه چلند وکړي؛ نو هغه پرې سخت غوسه کيږي او وايي ( چرته چې ډب نه وي، هلته ادب نه وي) ستونزه داده، چې په دې عمر کې مېندې او پلرونه خپل دا فطرت نشي بدلولی؛ ځکه دا دومره پوخ او کلک شوی وي؛ لکه فولاد. مونږ د داسې پلرونو زامنو ته دامشوره ورکوو، چې د خپلو پلرونو د بدلولو پر ځای خپلو کړنو او چلندونو ته تغير ورکړئ. داسې پلرونه د يوه تريخ حقيقت په بڼه ومنئ او د دې بداثرات يې هم قبول کړئ. داسې هيڅکله مه کوئ، چې د دوی پر ضد انتقامي جذبه

په زړونو کې وساتئ.
که چېرې تاسې پخپل ذات کې دوی ته د انتقام لمبې بلې ساتئ، د دې دامانا ده، چې تاسې له خپلو پلرونو سره نه ؛ بلکې له دېوالونو سره ډغرې وهئ؛ ځکه هيڅوک تاسې ته دا مشوره نه درکوي، چې د خپل پلار پر ضد ګام پورته کړئ. وړاندې د دې پايلې نورې هم خرابيږي، کله چې تاسې خپله پلاران شئ؛ نو تاسې به هم فرغوني اخلاق او رويه لرئ. تاسې به هم له خپلو اولادونو سره ؛ لکه ستاسې د پلرونو داسې راشه درشه کوئ، د هغوی راتلونکي له بربادي سره به د خپلې ټولې کورنۍ امن او

سکون له منځه يوسئ.
پلرونه به مو تر کومې ژوندي وي. ستاسې پر وړاندې خو ډېر کلونه دي. د پلارانو خبرې وزغمئ، د هغوی احترام وکړئ، هغوی چې هر رنګ دي، تاسې يې مخې ته د عاجزۍ سرونه ښکته کړئ. هغوی په غوره اخلاقو خپل کړئ. تاسې بيا وګورئ چې ستاسې راتلونکی څنګه

جوړيږي.
مونږ پوهيږو چې د پلرونو پر وړاندې داسې چلند کول ډېر ستونزمن وي؛ خو لا ممکنه هم نه دی او له دې پرته يې بله درملنه هم نشته؛ بلکې تاسې له نن څخه خپلې سترګې وغړوئ، لرې لاړشئ

Leave a Comment