د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د پور ورکول څخه انکار کړی .
د پیسو نړیوال صندوق یا ای ایم ایف پاکستان ته د پور له ورکولو څخه ډډۀ کړي.د رسمي سرچنیو د باوري معلوماتو په اساس په د اړه د دواړو لورو تر منځ مذاکزات روان وو،
چې اوس مهال داسې ښکاري یاد ماذاکرات بې پایلې سرته رسیدلي وي.
ای ایم ایف د مذاکراتو له پای ته رسیدو وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي دي، چې پاکستان د مخکینۍ پرېکړې پر خلاف د تیلو او بریښنا سبسایډي ورکوي ،
په اعلامیه کې د پاکستان له هیواد څخه غوښتل شوي دي تر څو راتلونکي بودیجه کې د د برېښنا او تیلو سبسايډي ختمه کړي.
په ورته مهال د پاکستان د مالیې وزیر مفتاح اسماعیل په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې ګني له ای ایم ایف سره یي بریالي او ښه مذاکرات درلودلي دي، او په خبره یي چې
حکومت یي د پالیسیو اصلاح کولو ته ژمن دی او هیله لري تر څو حکومت يی په مالي برخه کې ثبات ته ورسیږي.