طب

د پوزې څخه د وینې راتللو لاملونه څه دی

20221022 111604
Avatar photo
Written by Zwak News

پوزې څخه د وینې راتلل په کوچنیانو او دځوان عمر کسانو کې زیات لیدل کیږي او په اکثره وختو کي وینه په خپله بندیږي خو داچي دپوزې د وينې رګونه د بدن د غټو رګونو (Internal Carotid Artery and External Carotid Artery)


سره تړلي دي نو د پوزې وینه په ډیر لنډ وخت کي خطرناک واقع کیداي شي
د پوزې څخه د وینې راتلو علتونه په دوه برخو ویشل کیږی یو هغه چې په پوزه پورې مربوط دي او بل عمومي علتونه


▪په پوزه پورې مربوط علتونه:
۱- د پوزې التهاب (Infection)
۲- د پوزې ضربه یا وهل (Trauma)
۳- نامعلوم او نا پیژندل شوي علتونه (Idiopathic)
۴- د پوزې حساسیت (Nasal allergy)
۵- په پوزه کې د خارجي شي


موجودیت او بندیدل (Foreign body)
۶- په ارثي ډول د غیرعادي رګونو جوړښت (Hereditary Hemorrhagic telangiectasia)
۷- د پوزې سرطان (Neoplastic)
▪عمومی علتونه:
۱- د وینې لوړ فشار (Hypertension)
۲- د هغه دوا استعمال کوم چي د ویني د نرمیدو سبب ګرځي (Anticoagulant drugs)
۳- د ویني مریضۍ (Blood Disease: Leukemia, Hemophilia and thrombocytopenia)
۴- تبه او ریزش (Fever or Influenza)
☆علاج او بیړنی مرسته:
د پوزې څخه د وینې راتلو علتونه مختلف دي،نو زر تر زره باید نږدې کلینیک ته ځان ورسول شي، ترڅو علت یی معلوم او دقیق علاج یی وکړل شي،البته د اولني یا بیړني کومک په ډول باید په لاندي نقاطو عمل وکړل شي:



۱- په بټه او د شهادت په ګوتو د پوزې لاندي برخه چي د نیمه هډوکي ( Cartilage) څخه جوړه ده ټینګه ونیسئ، تر څو وینه بنده شي د لسو دقیقو لپاره ،یا کلینیک ته تررسیدوپورې.
۲- سر په مځکه مه ایږدی، ځکه پدی سره د سر طرف ته د وینې جریان زیاتیږي،سر لږ څه د مخ طرف ته کوږ کئ، ناسته بهتره ده.


۳- په هغه بل لاس یا د یو بل کس په مرسته په سر او مخ یخې اوبه واچوئ،او یا یخ او لومد ټوکر په مخ تیر کئ، ترڅو د مخ په برخه کې د ویني رګونه تنګ او د ویني جریان کم شي.
۴- تنفس یا ساه اخیستل د خولې د لارې کوئ،کومه وینه چې د ستوني طرف ته تللې وي هغه د خولې د لاري توف کئ.
۵- کله چي وینه ودریږي نو د پوزي د پاکولو او کشکولو کوښښ مه کوئ ځکه په دې سره د وینې د بهیدو چانس زیاتیږي.
#نوټ دغه پوسټ درسره د ثواب او خاص د الله ج رضا لپاره شیر کړئ

Leave a Comment