د مخکنۍ ولسي جرګې اداري پلاوي په داسې حال کې انلاين ناسته کړې چې د چارو ځينو شنونکو په اند، د ړنګ شوي دولت هیڅ قوه هم د داسې کړنو حق نه لري.
د مخکنۍ ولسي جرګې د دارالانشاء د مشر عبدالقادر ځاځي وطندوست له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې انلاین غونډه کې چې پرون وشوه، منشي، نایب منشي او د دارالانشاء عمومي رییس هم ګډون درلود.
دغه کسان په افغانستان کې د نوي سرپرست حکومت له جوړېدو وروسته له هېواده بهر اوسېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د پخوانۍ ولسي جرګې رییس مير رحمان رحماني د دارالانشاء د تخنیکي ډلې له هلو ځلو مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې تر اوسه د افغانستان ولسي جرګه د پارلمانونو نړۍوال سازمان (IPU) له خوا پر رسمیت پېژندل کېږي.
هغه د پارلمانونو نړۍوال سازمان له قوله ویلي، تر هغه چې په افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنې نه وي شوې، مخکنۍ جرګه به د دغه سازمان غړیتوب کې پاتې وي.
رحماني زیاته کړې چې د ولسي جرګې دغه انلاین ناستې باید دوام پیدا کړي.
دغه راز د پخوانۍ ولسي جرګې منشي ویلي چې یو شمېر وکیلانو د دې انلاین ناستو له جوړېدو هرکلی کړی دی.
سرچینې زیاته کړې چې وروسته د مخکنۍ جرګې د دارالانشاء مشر عبدالقادر ځاځي وويل چې د دارالانشاء تخنیکي ډله د انلاین ناستو لپاره بشپړ چمتووالی لري او په دې برخه کې ټول تخنیکي او اداري چمتووالی نیول شوی دی.
په دې ناسته کې پرېکړه شوې چې د پخوانۍ ولسي جرګې د اداري پلاوي راتلونکې ناسته به د دوشنبې په ورځ (د جولای ۲۲مه) جوړه شي.
دا په داسې حال کې ده، د پژواک د یوه راپور له مخې، د پخوانۍ ولسي جرګې ځیني غړي دا ناستې بې ګټې او د چارو شنونکي یې سیاسي حرکت بولي، وایي د ړنګ شوي دولت هیڅ یوه قوه د داسې کړنو حق نه لري.