نړیوال خبرونه

د پخواني پوځ په اړه سیګار یو بل خواشینونکۍ خبر خپور کړ

skynews afghanistan special forces 5505170 770x433 1
Avatar photo
Written by Zwak News

د پخواني پوځ د سرتېرو په معاشونو کې پراخ فساد شوی دی. د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار ویلي دوی داسې معلومات ترلاسه کړي چې د افغانستان د پخواني پوځ د معاشونو په ورکړه کې میلیونونه ډالر فساد ښيي.

سرچینه کاږي، د امریکا ددفاع وزارت داسې منظم مالي سیستم نه درلود، څو ددې پیسو د لګښت درک معلوم کړي او یا هم د افغانستان ددفاع وزارت په دې اړه دقیق معلومات له دوی سره نه دي شریک کړي. سیګار وایي ۲۳۲ میلیونه ډالر د افغان پوځ د معاشونو په نامه لګول شوي خو په دې تړاو اسناد نشته دي.

دغه اداره شک لري چې یاد میلیونونه ډالر به د خیالي سرتېرو پر معاشونو لګېدلي وي چې په اصل کې د مفسدو چارواکو او قومندانانو جیبونو ته تلل. دغه څارونکې ادارې په دې تړاو له امریکایي اداراتو د حساب ورکولو او وضاحت غوښتنه هم کړې ده.

Leave a Comment