د پخواني ولسمشر د راتګ په اړه، ضد او نقیض راپورونه، او د نوي حکومت دريځ.
وروسته له هغې چې تیره ورځ د ا.ا.ا د رئيس الوزرا لومړي مرستیال ع.. حنیفي ته منسوبې ټویټر پاڼې
څخه د پخواني ولسمشر اشرف غني د راتګ خبر خپور شو، په ټولنیزو رسنیو کې د زیات هرکلي او سرعت سره مخ شو.
عبدالسلام حن.. ته منوسب ټویټر پوسټ کې لیکل شوي وو، د افغانستان پخوانۍ ولسمشر به ډیر ژر د یو
څو نړیوالو او منځګړیو هیوادونو په همکارۍ د خپلو ټولو ملګرو همکارانو سره کابل ته راشي،
او د تل لپاره به په خپل پلرني ټاټوبي کې عادي ژوند ته ادامه ورکړي.
هیره د نه وي، چې پدې ټویټ کې د طا … هغه ادعا هم یاده شوي وه،
چې په وینا یي ” هیچاته خطر نشته او په ډاډۀ زړه کولای شي بیرته خپل وطن ته راوګرځي”.
خو بل طرف بیا د طا… د حکومت ویاند مرستیال ذ/م داغه څرګندونې او ټويټ رد،
او د حنیفي یاد د ټویټر اکونټ یي جعلي بللی دی.