افغانستان خبرونه

د پخواني حکومت یو لوی جنرال، په نوي حکومت ا.ا کې لوی مرستیال وټاکل شو

FB IMG 1645275460339 2
Avatar photo
Written by Zwak News

د پخواني حکومت یو لوی جنرال، په نوي حکومت ا.ا کې لوی مرستیال وټاکل شو.

د پخواني حکومت یو لوی جنرال ډاکټر عبدلولي احمدزی د دفاع وزارت د صحي قوامندانۍ د سرپرست مرستیال په توګه ټاکل شوی دی. جنرال ډاکټر عبدلولي احمدزی په تېر حکومت کې په مختلفو ولایتونو او ادارو کې کار کړی دی، تازه ورته د صحي قومندانۍ مرستیال دنده ورسپارل شوي ده.

بل لورې، د ا.ا د دفاع وزارت سرپرست وزیر په خپله تازه مرکه کې د هغې ژمنې پوره کولو ویلي دي، چې په وینا یي د پخواني حکومت ټول ریښتوني او صادقه کارمندان او کارکوونکي به بیرته خپلو دندو او ادارو ته ور وغواړي.

د یادولو وړ ده، چې د افغانستان ا.ا پر اوسني حکومت تور پورې دی ، چې ګواکې د تیر نظام کارکونکو ته په واک کې د شرېکېدو اجازه نه ورکوي.

هیره د نه وي، چې د دفاع سرپرست وزیر په خپله تازه مرکه کې، ولس ته ډاډ ورکړی دی، او زیاته کړي یي ده چې د تېر نظام صادقو او وطن ته وفادارو کسانو ته به په خپل حکومت او نظام کی ځای ورکوي.

Leave a Comment