هنلي پاسپورټ انډیکس د ۲۰۲۲ میلادي کال په نوې درجه بندۍ کې د پاکستان پاسپورټ یو ځل بیا د نړۍ په کچه د بدترین او کمزوري ترین پاسپورټ په توګه ثبت کړی دی. دغې ادارې یو کال مخکې هم د پاکستان پاسپورټ د نړۍ څلورم بدترین پاسپورټ بللی و. د نوې درجه بندۍ له مخې، د پاکستاني پاسپورت لرونکي کولی شي یوازې د نړۍ ۳۲ هېوادونو ته
لاسرسی ولري. د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو د نړیوالو چارو شنونکي وایي چې اقتصادي، سیاسي او د ترهګرۍ ضد دوه مخېزه تګلاره د پاکستاني پاسپورټ د بدنامۍ لامل شوې ده.