تعلیم

د پاکستان هوايي شرکت کابل ته الوتنې وځنډولې

This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

د پاکستان نړیوال هوایي شرکت د پنجشنبې په ورځ د اکتوبر ۱۴مه وویل چې د طالب چارواکو د لاسوهنې له امله کابل ته الوتنې وځنډولې.

دغه ځنډول وروسته له هغه وشول چې د طالبانو د ترانسپورت وزارت له شرکت څخه وغوښتل چې د خپلو ټیکټونو قیمت په کابل کې د سقوط دمخه نرخونو ته راکم کړي. د شرکت یوه ویاند وویل چي : د طالب چارواکو د مداخلې له امله، موږ به له نن څخه وروسته کابل ته خپلې الوتنې وځنډوو.

تر دې وړاندې طالبانو د پاکستان نړیوال هوايي شرکت او کام ایر ته خبرداری ورکړی و چې که د ټکټونو بیې را ټیټې نه شي د دوي پروازونه به وتړي. د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته، د پاکستان نړیوال هوايي شرکت یوازینی نړیوال هوایي شرکت و چې افغانستان ته یې سوداګریزې الوتنې کولې. د شرکت لومړۍ سوداګریزه الوتنه د دوشنبې په ورځ ، د سپټمبر په ۱۳مه د کابل هوایی ډګر ته راښکته شوه.

له کابل څخه اسلام آباد ته د ټکټ قیمت چې پخوا له۱۲۰ ډالرو څخه تر ۱۵۰ ډالو پورې و، چي پدې ورستیو کې یې بیه ته له ۱۲۰۰ څخه ان تر ۲۵۰۰ ډالرو پورې لوړه شوي وه.

سره له دومره لوړ نرخ بیا هم ځینې افغان غوښتونکو وویل چې حتی پدې نرخ دوی نشي کولی په اسانۍ سره اسلام آباد ته د الوتنې لپاره ټیکټ ترلاسه کړي.

د تیرو دوه میاشتو راهیسې، افغانستان ته نورمال الوتنې ځنډول شوي، او پاکستان د هغو افغانانو لپاره یوازینۍ وتلو لار ده چې د لویدیځ ژغورنې ماموریت څخه تښتیدلي او اوس غواړي له دریم هیواد څخه لویدیځ ته سفر وکړي.

کام ایر تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې. سربیره پردې ، PIA وویل چې په کابل کې د دې کارمندان په وروستي دقیقه کې په مقرراتو او د الوتنې جوازونو کې د بدلون سره مخ شوي ، او دا چې طالبانو ورسره سخت چلند کړی.

Leave a Comment