د پاکستان کورنیو چارو وزیر؛ زموږ هیواد ته د افغانستان له خاورې ګواښ پیښ دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په تازه اعلامیه کې ویلي دي، چې د ګني د افغانستان د پخواني حکومت تر بدلیدو وروسته ددوی خاورې ته د افغانستان له خاورې سخت ګواښ متوجې شوی دی، او باید چې د ا.ا.ا غړي او مشران په د برخه د ګاونډيو هیوادونو خقوق او ددې خلکو په مقابل کې کلک دريځ اعلان کړي، یاد وزارت له ا.ا.ا څخه غوښتي څو د پاکستان له همکاریو او مرستو ناسمه ګټه پورته نکړي، او باید ددوی سره د یو ورورو هیواد په څیر چلند، او هر اړخیزې اړیکې وپالي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ راشید، په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د حکومت تر بدلون وروسته او د ا.ا.ا تر حاکمیت رادیخوا ددوی خاورې او ان ځینو نورو ګاونډیو هیوادونو ته سخت ګواښ جوړ دی، او ممکن د افغانستان او د افغانستان خاوره یو ځل بیا د ځینو مخ پټو او توند لارو په پټنځای بدله شي.
راشید چې تیره ورځ يي د یوه خبري کنفراس له لارې میډیا ته خبرې کولې زیاته کړي ده، چې اوس مهال په پاکستان کې هره ورځ ډیرې بدې او خونړۍ پيښې کیږي، او موږ ددغه پېښو شاهدان یوو، هغه همدا راز د نیوزیلنډ د کرکټ ملي لوبډالې د لوبو د لغوه کولو له امله ویلي، چې تدابیر،امنیت، هر څه پر خپل ځای خاص ددوی لپاره وو، خو دوی چې لوبې لغوه کړې دا په معنا ددې وو، چې ګني دوی اماده نه وو.
د یادولو وړ ده، چې د پاکستان د بیلابیلو ښارونو او ایالاتونو څخه هره ورځ د مر ګو ني پېښو راپورونه ورکول کیږي، چې داغه حالاتو د حکومت تر څنګ عام ولس زیات اندیښمن کړی دی.