افغانستان خبرونه

د پاکستان سفیر؛ د افغانستان کنګل شوې شتمني باید آزاده کړل شي

FB IMG 1658148190369
Avatar photo
Written by Zwak News

کابل کې د پاکستان سفیر «منصور احمد خان» په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل‌شوې شتمنۍ د خلاصون غوښتنه کړې ده.

د پاکستان سفیر نن دوشنبه د چنګاښ پر ۲۷مه له اې‌پي‌پي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې نړۍ باید په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د طالبانو له حکومت سره همکاري وکړي.

له هغه وروسته چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، د دغه هېواد خلک له سخت اقتصادي او بشري بحران سره مخ شوي، چې اصلي لامل یې د هغو مرستو کمېدل دي چې نړیوالې ټولنې د افغانستان له پخواني حکومت سره کړې وې.

بلخوا د طالبانو له واکمنېدو سره سم لوېدیځو هېوادونو په ځانګړې توګه امريکا د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا لس ميليارده ډالره شتمني، چې ډېره برخه يې د نيويارک ايالت په فدرالي بانک کې وه، کنګل او د طالبانو له لاسونو یې لیرې وساتله.

ښاغلي منصور احمد خان زیاته کړې، دا ډېره مهمه ده چې اقتصادي بندیزونه د افغانستان د خلکو پر ضد ونه کارول شي.

کابل کې د پاکستان د دې خبرې په دوام، چې د طالبانو حکومت له ستونزو سره مخ دی، ویلي: “که څه هم طالبان توانېدلي چې خپل لګښتونه له داخلي سرچینو تمویل کړي، خو د جدي اقتصادي بحران د کابو کولو لپاره کافي نه دي.”

د یادولو وړ ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د مرکزي بانک اووه میلیارده ډالره شتمني، چې د هیواد د بهرنیو اسعارو زیرمې دي، خلاصې کړې او نیمایي یې د سپټمبر د یولسمې د برید د قربانیانو کورنیو ته د تاوان ورکولو په خاطر ځانګړې کړې. د بایډن د حکم له مخې، د دې پیسو پاتې نیمایي باید د بشردوستانه موخو لپاره وکارول شي.

د بایډن دا پرېکړه له پراخ کورني او نړیوال غبرګون سره مخ شوې. د بشري حقونو د څار ډلې، د امریکا یو شمېر پخوانیو چارواکو او د هغه هېواد د استازو جرګې غړو او سیاستوالو د بایډن دغه پرېکړه غندلې او د امریکا یو شمېر پخوانیو چارواکو د بایډن دا پرېکړه “د نړۍ له تر ټولو بېوزله هېواد څخه د نړۍ د تر ټولو شتمن هېواد غلا” بللې ده.

Leave a Comment