د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د افغانستان سرپرست حکومت له چارواکو سره د خبرو اترو لپاره کابل ته راغلی دی.
د ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي چې د افغان او پاکستاني پلاوي ترمنځ خبرې اترې پیل شوې دي. د سمنګاني په وینا، په دې لیدنه کې به دواړه لوري پر بېلو مسائلو خبرې اترې وکړي.
وړاندې تر دې ټاکل شوې وه چې نوموړی د روانې میاشتې په ۱۸مه کابل ته راشي خو د نامعلومو دلایلو له امله یې سفر وځنډېد. معید یوسف وروسته تر هغه کابل ته راځي چې پر ډیورنډ کرښه
د اغزن تار لګولو پر سر د افغان او پاکستاني پوله ساتو د نښتو سربېره د پاکستاني طالبانو تحریک هم له پاکستان څخه پر ډیورنډ فرضي کرښه باندې د لګول شوي اغزن تار ټولولو غوښتنه کړې ده.