سیمه ایز خبرونه

د پاکستان د بهرانیو چارو وزیر د ایران استازي ته؛ د تا لبا نو له حکومت سره تعامل پکار دی

20220723 130349
Avatar photo
Written by Zwak News

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «بلاول بوټو زرداري» او د افغانستان لپاره د ایران استازي «حسین کاظمي» د تالبانو له حکومت سره پر مثبت تعامل او همکارۍ ټینګار کړی. 

بلاول بوټو او حسین کاظمي پرون، جمعه د چنګاښ ۳۱مه له یو بل سره د کتنې پر مهال د تالبانو له حکومت سره پر همکارۍ او مثبت تعامل موافقه کړې ده.  

 د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې پاکستان په سیمه کې د سولې او امنیت په خاطر د طالبانو له سرپرست حکومت سره مثبت تعامل او همکارۍ ته ادامه ورکوي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې پاکستان یو سوله‌ییز، باثباته او سوکاله افغانستان غواړي.  

حسین کاظمي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره پر کتنې سربېره د افغانستان لپاره د دغه هېواد له ځانګړي استازي محمد صادق سره هم د افغانستان د وضعیت په اړه غږېدلی دی.

Leave a Comment