نړیوال خبرونه

د پاکستان حکومت عامو خلکو ته؛ کم چای وڅښئ، تر څو سپما وشي

FB IMG 1655436617605
Avatar photo
Written by Zwak News

د پاکستان د نوي حکومت یوه وزیر له دې څرګندونو وروسته چې کم چای وڅښئ، څو د وارداتو په برخه کې سپما وشي، له سختو نیوکو سره مخامخ شوی دی. د پاکستان د پلان وزیر احسن اقبال دا څرګندونې داسې مهال کړي چې دغه هیواد له یوه اقتصادي کړکیچ سره مخامخ دی.

پاکستان د نړۍ په کچه یو له هغو هیوادونو څخه دی چې ډیر چای واردوي. پاکستان چې شا او خوا ۲۲۰ میلیونه نفوس لري په کال کې شا او خوا ۶۰۰ میلیونه ډالر د چای په واردولو لګوي. په پاکستان کې چای د خلکو د خوښې وړ څښاک دی.

د پاکستان نوي حکومت د خپل مخ پر ځوړه اقتصاد د ښه کولو ژمنه کړې او په دې لټه کې دی چې د پیسو نړیوال صندوق څخه د شپږ میلیارده ډالرو پور اخیستلو له پاره ټاکل شوي شرایط پوره کړي.

خو د کم چای څښلو د سپارښتنې په هکله د پاکستاني وزیر څرګندونو ډیر خلک په حیرانتیا کې اچولي دي. احسن اقبال د سه شنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي: «زه خلکو ته خواست کوم چې د ورځې یوه یا دوه پیالې چاي کم وڅښي، ځکه چې موږ د چای له پاره پیسې پور کوو، چې واردیږي.»

ځینو خلکو په ټولنیزو رسنیو کې له احسن اقبال غوښتي چې له خپلې دندې استعفا وکړي. د دل شیر په نوم یو کس چې د اسلام آباد په اطرافو کې د چای وړوکی دوکان لري وایي چې «پرون احسن اقبال غوښتنه وکړه چې چای کم څښئ او سبا به وایي چې ډوډۍ کمه خورئ. آیا دا یې حل لاره ده؟»

د پاکستان نوي حکومت د تیلو، طبعي ګاز او برېښنا بیې تر ۴۵ سلنه لوړې کړي دي.

Leave a Comment