امنیتي ځواکونه وايي، د بلوچستان په زیارت سیمه کې وسله والو یو پوځي افسر تښتولی دی.
لېویز ځواک د جولای پر ۱۳مه رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې تښتول شوی افسر کرنل لییق نومېږي او د کورنۍ له غړو سره زیارت ته تللی وو چې د جولای ۱۲مې شپې مهال وسله والو وتښتاوه.
په سیمه کې یوه ځايي خبریال فرحت کاکړ د جولای پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، وسله والو د زیارت په ورچوم سیمه کې پر سړک ناکه لګولې وه او په ګاډو کې یې د سپرو کسانو شناختي کارډونه لیدل. د ده په خبره، هغو وسله والو د پوځي افسر شناختي کارډ هم ولید او بیا یې له یوشمېر ملګرو سره یووړ.
تر اوسه معلومه نه ده چې له کرنل لییق سره څومره کسان تښتول شوي دي او مشال راډیو په دې اړه د زیارت له انتظامي مشر سره په رابطې و نه توانېد.
د پېښې ذمه واري تر اوسه هېچا نه ده منلې خو د بلوچستان اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو په یوه بیان کې د پېښې غندنې ترڅنګ اړوندو چارواکو ته د پلټنو او پکې د ککړو کسانو د نیولو امر کړی دی.