ملا عبدالعزیز؛د پاکستاني پوځیانو جنازې حرامې دي.
وروسته له هغې چې د پاکستان په سر ښار اسلام اباد کې ، پاکستاني پوځیانو د یوې مدرسې څخه د ا.ا.ا سپین بیراع راښکته کړ،او ددې تر څنګ يي د ملا عبدالعزیز او د هغه ملګرو بې اخترامي وکړه ، ددغه کار سره جوخت په پاکستان کې مېشتو ځايي علمانو ددغه کار سخت مخالفت وښود، او د پاکستاني پوځیانو داغه کړنه یي ددوی شخصیتونو ته بې اخترامي یاده کړي.
په ورته مهال، د همدې مدرسې مشر عبدالعزیز او ورسره ۵۰۰ نورو ډیرو دیني عالمانو د پاکستاني پوځیانو ددغې کړنې په غبرګون فتوه ورکړي او ویلي يي دي، د پاکستاني پوځیانو جنازې حرامې دي، او ټولو هغو پاکستاني مولایانو ته یي هم خبرداری ورکړی،چې د هیڅ پاکستاني پوځي جنازه ترسره نکړي.
د یادولو وړ ده، چې تیره اونۍ د ټي ټي پي ډلې هم د پاکستان حکومت ته سخت خبرداري ورکړي وو.یادو علماو زیاته کړي، چې پاکستان کې ز نا او شر اب څښل اوج ته رسیدلي دي، او په وینا یي چې د اسلامي قانون هیڅ ارزښت پکې نه ساتل کیږي، او ښايي یاد حکومت ډیر ژر پا ی ومومي.