د ټولشموله حکومت جوړیدۀ لپاره، نړیوالې ټولنې ۱۵ کسیز نوملړ طا لبا نو ته سپارلی.
د ا.ا.ا د حکومت د کانونو او پټرولیم سرپرست وزارت وزیر شها ب الدین دلاور په خپلو تازه څرګندونو کې چې د دوحې تړون د دویمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته یي خبرې کولې ویلي دي،
نړیوالې ټولنې دوی ته د ګډ حکومت د جوړیدلو لپاره یو ۱۵ کسیز نوملړ سپارلی دی،
او په وینا يي چې دی یاد نوملړ له ښه دقیقې څیړنې وروسته به دوی خپل دريځ اعلان کړي.
د معلوماتو له مخې، نړیوالې ټولنې دوی ته ۱۵ کسیز نوملړ ورکړی دی، چې پکې په زیات شمیر د هیواد څخه وتلي یا تښتیدلي څیرې شاملې دي.
د یادو ۱۵ کسانو بشپړ نوملړ په اړه معلومات ندي ورکړل شوي،
خو موده وړاندې دلاور د ملي تلویزون سره په خبرو کې ویلي وو،
چې دوی ته اول وخت د ۸ کسانو لېسټ ورکړل شوی وو، بیا ۱۱ شول او په غالب ګومان اخرو کې ۱۵ کسانو ته یاد لېست پورته شو.
د دلاور په وینا په یاد لېست کې محمد محقق، کریم خلیلي، عطامحمد نور، سیما سمر، او د باتور دوستم په شمول ځینې نور کسان شامل وو.