خبرونه

د ټرمپ له کور څخه د تر لاسه شویو اسنادو جزیات خپاره شول

donald trump caribbean estate 1494515046
Avatar photo
Written by Zwak News

په امریکا کې یو قاضي د هغو حکومتي اسنادو او شیانو تفصیلي لېست خپور کړ چې د فدرالي تحقیقاتو د ادارې اجنټانو تېره میاشت د مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د اوسېدو د ځای څخه تر لاسه کړي و. سره له دې چې په خپاره شوي لېست کې د تر لاسه شویو اسنادو موضوعات نه دي په ډاګه شوي خو د عدلیې وزارت هغه ادعا تاییدوي چې ویلي یې وو په لوړه کچه محرم اسناد د فلوریډا په ایالت کې

د ټرمپ په کور کې د نورو اسنادو سره ګډ شوي و. د فلوریډا په ایالت کې قاضي وروسته تر هغه د دې تر لاسه شویو اسنادو د خپریدو راپور تایید کړ چې د ټرمپ د مدافع وکیلانو او فدرالي څارنوالانو دلایل یې واوریدل. فدرالي څارنوالانو ویلي چې د ټرمپ د کور څخه په تر لاسه شویو اسنادو کې ۱۰۰ یې محرم دي او د نورو موادو او اسنادو څخه بیل شوي او د محرمو موادو د خوندیتوب د شرایطو له مخې ساتل کیږي.

Leave a Comment