نړیوال خبرونه

د ټرمپ او بایډن ناندرۍ؛ دواړو یو بل امریکا ته په خیانت تورن کړي دي

Biden Trump1
Avatar photo
Written by Zwak News

د ټرمپ او بايډن د ناندریو په دوام دواړو لورو یو ځل بیا یو بل د امریکا د ګټو ضد کسان بللي دي. د راپورونو له مخې تازه د امریکا ولسمشر

جو بایډن په یوه بیانیه کې ویلي وو چې ټرمپ او ډله یې د امریکا لپاره ستر خطر ده ځکه دوی غواړي واک ته ورسېږي خو د امریکا قوانین او ګټې ورته لومړیتوب نه لري. دده په وینا ټرمپ او ډله یې د امریکا د دایمي ګټو دښمنان دي. ټرمپ بیا ددې څرګندونو په غبرګون کې بایډن امریکا ضد او په امریکا کې د دولت ضد سړی بللی دی او په خبره یې هغه د امریکا د مدیریت کولو وړتیا

نه لري او په دې حساس وخت کې یې امریکا ته ستر زیانونه رسولي دي. دا څرګندونې داسې مهال دي چې دواړه لوري ایالتي ټاکنو ته په تیاري بوخت دي او هڅه کوي د خپل راتلونکي واک لپاره کمپاینونه وکړي.

Leave a Comment