سیمه ایز خبرونه

د ټاپي پروژې د عملي کیدو په برخه کې نوی خنډ رامنځته شو

FB IMG 1646740147383 2
Avatar photo
Written by Zwak News

د ټاپي پروژې د عملي کیدو په برخه کې نوی خنډ رامنځته شو.

پاکستانۍ رسنۍ وايي چې په د وروستیو کې د پاکستاني او ترکمنستاني پلاوو تر منځ د ټاپي پروژې پر لا پراختیا خبرې شوي دي، خو په خبره يي په یاده برخه کې چې تر ټولو مهم او باوري رول یا برخه لري هغه د اسیا پراختیايي بانک دی چې د افغانستان له اوسني حکومت سره سخت حساسیت لري.

د پاکستانیو رسنیو د راپور په بنسټ تر هغې به په یاده برخه کې هیڅ پرمختګ تر سترګو نه شي تر څو چې د افغانستان اوسنۍ حکومت ا.ا په رسمیت نه وي پیژندل شوی، ځکه دا د اسیا پراختیایي بانک

یو له قوانینو دی، چې مطلقً هیواد باید رسمیت ولري، تر څو د اسیا پراختیایي بانک خپلو پراختیایي پروژو ته دوام او ورسره لا مرستې وکړي.

د رسنیو پر بنسټ د اسیا پراختیایي بانک وايي ، د ټاپي پروژه یوه له سترو او مهمو اقتصادي پروژو شمیرل کیږي چې باید عملي شي، خو په وینا یي تر ټولو وړاندې د افغانستان د نوي حکومت د رسميت پیژندل دي.

د یادولو وړ ده، چې ټاپي یوه لویه او تر ټولو سترو پراختیایي پروژو څخه شمیرل کیږي، چې د ترکمنستان ګاز به د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته لیږدوي.

Leave a Comment