جنسي لارښود

د يوې سالمې جن+سي اړيکې اصلي شرطونه

20220924 115023
Avatar photo
Written by Zwak News

که چېرې غواړی د خپل ژوند ملګري سره ښه او خوندوره (جن + سي) اړيکه ولرئ، کوښښ وکړئ له لاندې تېروتنو څخه ډډه وکړئ.

د خوب خونه د تا ويلو- ماويلو ځای نه دی

زيات شمېر ښځې اومېړونه خپلې ګيلې او شکايتونه د خوب خوني ته له ځان سره وړي. ددې دليل به دا وي، چې د خوب خونه ددوی د يوازيتوب او خبرو کولو لپاره ښه فرصت وي. خو کله چې خپل زړه بدوالی او غوسه د خوب خونې ته له ځان سره يوسئ، خپلې آرامه او خوندورې شيبې به په جنګ بدلې کړئ. که چېرې دغه بحث او دعوې له کنټروله بهر شي او په تاوتريخوالي بدل شي، نو دواړه خواوې يا يو کس له (جن + سي) اړيکو پر شا کيږي.

فکر مه کوئ په هر څه پوهېږئ او بلد يئ

دا فکر مه کوئ، چې د خپل ژوند ملګري په ټولو غوښتنو او تمايلاتو باندې پوهيږئ، په ځانګړې توګه د تازه واده په وخت کې. مونږ ټول شخصي غوښتنې لرو. اړيکې ستاسو د همسر د نننيو غوښتنو کليدي فهم دی. که چېرې کولای شئ مناسبې اړيکې او خبرې درک کړئ او ستاسو د ژوند ملګری کومو شيانو ته لومړيتوب ورکوي، نو يوه رضايت بښونکې اړيکه به ولرئ، هم له فزيکې او هم له اروايي پلوه.

شرمېږئ مه! د خپلو خيالاتو په اړه خبرې وکړئ

ډيری ښځې او مېړونه (جن + سي) اړيکو ته د چمتوالي لپاره يوازې په خپل ځان تمرکز کوي او په دې برخه کې د (جن + سي) تخيلاتو په اړه خبرې نه کوي.

که چېرې د (جن + سي) اړيکو حرکات تاسو ته په زړه پورې نه وي، نو دواړه لوري کولای شي ددې اړيکو طرز بدل کړي چې پايله به يې خوندوره او انګيزه لرونکې وي.

که چېرې د (جن + سي) اړيکو حس نه لرئ، ځان مه مجبورئ

د ډيرو جوړو په منځ کې دا غلط باور موجود دی، هغه جوړې چې په اونۍ کې څو ځله (جن + سي) اړيکې لري تر هغو به خوشال وي، چې کمې اړیکې لري. سالمه (جن + سي) اړيکه په اونۍ کې يو ځل مناسب ده او له هغې څخه زيات ښه نه دي.که چېرې غواړی زياته (جن + سي) اړيکې ولرئ مګر حس يې نه لری، بل ډول فزيکي اړيکې ټينګې کړئ. لکه: مساژ، لمس او ځينې نور.

هدف مو بايد يوازې (جن + سي) خوند نه وي

په جنسې اړيکو کې ارګاسم (دخوند اوج) باندې تمرکز کول تاسو له خوند څخه بغير له نورو تجربو څخه محروموي، په ځانګړې توګه د واده کولو په لومړي وخت کې. ډيری مېرمنې چې تازه ودونه يې کړي وي ارګاسم (دخوند اوج) ته نه رسيږي او معنی يې دانه چې کومه ستونزه به لري. يوازې پر ارګاسم (دخوند اوج) باندې فکر کول پر تاسو منفي اثر کوي او مړاوي کوي مو.

کاري سټرسونه (ذهني فشار) مو د خوب خونې ته مه درسره وړئ

شايد ريس درباندې غوسه شوی وي، شايد له خپل دوست سره مو جنجال کړی وي، ستاسو د سټرس لاملونه که هر څه وي، خو د خوب خوني ته يې مه درسره وړئ. څېړنو ښودلې خلک په ځانګړې توګه ښځې بايد و کولای شي خپل مغز آرام او له زړه تنګون او بې ځايه فکرونو ځان خلاص کړي، تر څو وکولای شي (جن + سي) اړیکي ته چمتو شي. زمونږ هدف دا نه دی، چې که چېرې په کارونو مصروف ياست نو (جن + سي) اړيکې پرېږدئ، بلکې تاسو بايد وکولای شئ ذهن مو آرام کړئ او په خوند سره (جن + سي) اړيکې ترسره کړئ تر څو جنسې اړيکې تاسو ته تسکين درکړي.

د پخواني ژوند ملګري په اړه مو څه مه واياست

د هيچا دا نه خوښيږي، چې د (جن + سي) اړيکې په وخت کې د پخواني ژوند ملګري په اړه څه واوري. ذوقونه توپير کوي، که چېرې تاسو ته د پخواني ژوند ملګري په اړه کوم شی جالب و، شايد اوسني ملګري ته دې په زړه پورې نه وي. هغه په زړه پورې خاطرې چې تاسو له پخواني (جن + سي) اړيکو له ملګرو سره لرلې،د هغې بيانول مو شايد هر څه خراب کړي.

په (جن + سي) اړيکه کې درد طبيعي نه وي

د ځينو خلکو په (جن + سي) اړيکه کې درد موجود وي. دغه اړيکه ددې ستونزو ښکارندويي کوي. د بېلګې په ډول: ښه نه تحريک کيدل، د واژن وچوالی، د مياشتني عادت وړاندې د هورمونونو بدلون، نامناسب فوزيشن او يا د عاطفي ستونزې لرل. که چېرې په (جن + سي) اړيکه کې درد لرئ خامخا يې د ژوند له ملګري سره شريک کړئ او که چېرې ستونزه دوامداره وي په دې صورت کې ډاکتر ته ورشئ.خاص د الله ج د رضا په خاطر یې شیر کړئ

Leave a Comment