خبرونه

د ولسي جرګې پخوانی غړی؛ صالح به هره مياشت د جلسه شش ونيم په نامه ۴۵۰ میلیونه افغانۍ د ملي امنیت له بوديجې څخه اخيستې.

BackgroundEraser 20220820 115214731
Written by Zwak News

عبدالستار حسينی په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي ويلي دي چې امرالله صالح د سهار د شپږ نيمو بجو د جلسې په نامه د امنیت ملی څخه هره مياشت ۴۵۰ ميليونه افغانۍ اخیستې.

د جلسه شش ونيم په نامه دا پيسې په داسې حال کې اخیستل کېدې چې په دې مهال په کابل کې جنايي جرايم په ځانګړي ډول وسله والې غلاوې په اوج کې وې او د امرالله صالح د يادو جلسو سره بيا هم پکې د پام وړ کموالی رانغی

د پخواني حکومت د چارواکو د فساد دوسيې ورځ تر بلې لا واضح کېږي، تازه په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي د امرالله صالح د یوه لوی فساد څخه پرده پورته کړې ده.

د ولسي جرګې پخوانی غړی؛ صالح به هره مياشت د جلسه شش ونيم په نامه ۴۵۰ میلیونه افغانۍ د ملي امنیت له بوديجې څخه اخيستې.

Leave a Comment