ځانګړې مطالب

د ولسمشر غني ورستۍ ګوزار خو ښه ګوزار

BackgroundEraser 20220813 155559684
Avatar photo
Written by Zwak News

کله چې د افغان حکومت په نه شتون کې امريکا له ط ا ب نو سره د دوحې تړون لاسليک کړ امريکايي لوري غوښتل چې هر څه په افغان حکومت په ځانګړي ډول په غني ومني تر ډېره امريکا د سياسيونو په ملاتړ بريالۍ هم وه
امريکا نه غوښتل چې انتخابات وشي خو غني دا کار وکړ حتا امريکا يې له لګښت ډاډه وکړه خو غني له ملي بودجې څخه پوره کړه د انتخاباتو بدنامۍ او حکومت کمزوری کېدو لپاره امریکا بيا د تل په څير د سياسيونو څخه ګټه واخيسته چې د حکومت صلاحيتونه او واک يې په ډېرو برخو وويشلو
چې ۵۰%عبدالله
او ۵۰% يې غني واخيسته چې په هغې واک کې هم ورسره امرالله صالح او دانش شريک وو
د امريکا زړه لا هم يخ نه وو غوښتل يې چې افغانستان د يو بل نوي جنګ ډګر وګرځوي د دوحې تړون په اساس بايد ډېر سيمې ط ا ل ب نو ته په واک کې ورکړل شوې وای ترڅو افغان حکومت او ط ا ل ب ان په خپلو کې په جګړه بوخت شي د وينو لښتي روان شي ښارونه او سيمې په کنډوالو بدل شي
او ترڅنګ يې د هېواد په نورو سيمو کې د خپلې لوبې پر مخ وړلو لپاره نوی پروګرام ( دا ع ش) ځاي پر ځاي کړي
چې په راتلونکي کې احتمال هم شته بايد افغان ځواکونه بېرته خپلو دندو ته راوغوښتل شي


خو ولسمشر غني په يو شا تګ سره د امریکا او ګاونډيو شيطاني پلانونه له خاورو سره خاورې کړل

اول امريکا غوښتل چې خپله پښې سپکې کړي افغانان سره ووژني بيا هر څوک حاکم شول هغه بيا د افغانانو مسئوليت دی نړۍ ته دا واښايي چې په افغانستان کې دوي بريال وو ماتې يې نه ده خوړلې او نه هم زما په موجوديت کې د دوي په نامه تروريستان (ط ا ل ب ن) په افغانستان حاکم شوي

خو غني چې په غرب کې لوی شوی او دا دوی د هر ډول شیطاني پاليسيو اګا او په رګ رګ پوه وو په ډېرې چالاکۍ او ځيرکتيا سره يې د امریکا تر وتو مخکې ط ا ل ب ن ورته په سر ودرول الحمدلله بغير د افغان وينې تويونې او ښارونو ويجاړۍ څخه
امريکا يې نړۍ کې په شرمو وشرموله او پټې لوبې يې ور بربنډې کړې چې جوبایډن غني ته تر حد غوسه وو او دی چې پر غني يې د پيسو تور پور کړ چې دمحکمه کېدو غوښتنه يې هم لا وکړه

دوهم هغه تش په نامه سياسيون او چارواکي چې د موقتي حکومت لپاره به يې هر وخت دريشۍ اوتو کولې د حکومت او د نظام پرمختګ ته به يې هر وخت خنډونه جوړول او نظام او ولس به يې په رانګه رانګ نومونو ننګاوو غني او ولس تر پوزې ترې راغلي وو
خو غني دغه بيت په ويلو سره شروع پرې وکړه

چې يو رقيب به د رقيب لپاره ګورم
کله کله په ازغو باندې ازغي خلک اوباسي

د ط ا ل ب ا نو په واسطه داسې مات کړل چې جوړول يې بيا ناممکن يا بيخي ډېر وخت غواړي په هغوي سيمو کې چې لنډغرو پوره زور او ځواک درلود اکثره امنيتي ځواکونه او نظامي وسايط بغير له ټک او په ډېرې چالاکۍ او ډېر نږدې وخت کې ط ا ل ب ا نو ته وسپارل حتا لنډغرو دغه موقع هم لا په لاس ورنه غله چې د کور سامان هم يو خوندي ځاي ته انتقال کړي بس په منډه بريالي شول هغه هم نورو هېوادونو ته حتا نور خو پرېږدئ چې معاونین هم لا نو وو خبر کړي کنه دا دغو لنډغرو ګټې يوازې په جنګ کې نغښتې دي

دريم وايي داسې ماتې به درته وخورم چې ګټلې به تا وي ژاړې هم ته
ط ا ل ب ا نو ته يې دومره غټ مسولیت ور تر غاړې کړ چې حد نه لري چې د حکومت کول او نظام چلول څنګه کېږي چې تر ډېره حده يې د ط ا ل ب ا نو څخه هم لار ورکه کړې ده
او ترڅنګ د هېواد پرېښودو څخه مخکې ټوله بوديجه نړيوال بانک ته لېږلې چې هېڅوک يې نشي استعمالوای
په اوس وخت فکر نه کوم چې ط ا ل ب ا ن دې ان دې مالي امکانات ولري چې د ملکي مامورينو معاشونه پوره او ور يې کړي
او ترڅنګ يې غني خپل ځاي ناستی حکومت نه موقتي ادارې ته پرېښوده او نه يې هم تر اوسه پورې استعفا ورکړی
چې ط ا ل ب ا ن يې يو له لوي مشکل سره لاس او ګریوان کړي
پاکستان،ايران او امريکا … غوښتل چې ط ا ل ب ا ن واک په رسولو کې له دوي ډېر امتيازات تر لاسه کړي خو دا ارمان يې خاروې شو غني بغير له امتيازاتو د هېواد ټول واک دوی (ط ا ل ب ا نو) ته وسپارلو چې د ط ا ل ب ا نو په اسانۍ بريا ته په رسېدو کې د ولسمشر غني ډېر او پوره لاس هم وو

ولسمشر غني به بيا راځي وطن ته ان شاء الله خبرې پرې راونې دي
خو که په رښتيني مانا سره د ط ا ل ب ا نو مشران ځيرک وي نو د ولسمشر غني له پوهې څخه دې د هېواد اقتصادي بنسټونو او نړيوالو مرستو راجلب کول کې کار واخلي او پوره واک دې ورکړي له يو خوا به دوي له اقتصادي مشکلاتو سره مخ نه وي له بله خوا به افغانستان او ولس هم له اقتصادي ناورين څخه خوندي پاتې شوي وي
ځکه اقتصادي خپلواکي د هر ډول خپلواکۍ بنسټ دی

Leave a Comment