ځانګړې مطالب

د ولسمشر سردار محمد داود خان لور زرلښته داود پۀ شپږم ټولګي کې وه. یوه ورځ

BackgroundEraser 20220816 104312376
Avatar photo
Written by Zwak News

د ولسمشر سردار محمد داود خان لور زرلښته داود پۀ شپږم ټولګي کې وه.
یوه ورځ زرلښته ښوونځي ته وختي راغلي وه، د ښوونځي سر معلم ترې پوښتنه وکړۀ، پۀ څووم ټولګي کې یې؟


زرلښته: په شپږم ټولګي کې.
سرمعلم یوه ټوټه ټوکر ورکړ او د ټولګي د چوکیو او مېزونو د صافه کولو لارښونه یې ورته وکړۀ، نجلۍ وروسته له صافه یۍ کولو د سرمعلم مخې ته راغلۀ: سرمعلم صاحب پاک مې کړل.
سرمعلم پوښتنه وکړۀ: پلار دې چېرته

کار کوي؟
نجلۍ وویل: پۀ ارګ کې.
سر معلم وویل: پلار دې څه کاره دی؟
نجلۍ وویل: سردار داود خان نوم لري، د هېواد ولسمشر دی.
سر معلم دوهم ځل وپوښتل: د چا لور!؟
زرلښته: زه د سردار محمد داود خان د

افغانستان ولسمشر.
سر معلم ګونډې ولګولې او د زرلښتې مخ یې ښکل کړ.
وویل: ګرانې پام، چې پلار ته دې زما پۀ

اړه شکایت ونه کړې.
زرلښته چې سالمه تربیه له خپلې کورنۍ زده کړي وه، ځواب ورکړ: ښاغلی سرمعلم وبخښۀ تاسې زموږ ښوونکی او مشر یاستئ، ماته مې پلار داسې تربیه نه ده راکړي، تر څو د خپل ښوونکي شکایت ورته وکړم.

Leave a Comment