ژوند زیاتره تجربې او درسونه د ماتو او ستونزو له ګاللو څخه وروسته ترلاسه کیږي، چې هغه وخت ډېر ناوخته وي. د دې لپاره چې د ژوند په لړ کې تر یوه بریده په سمه لاره روان واوسئ او له ماتو او ستونزو سره مخ نشئ، دغه لاندې اړینې خبرې باید تل په یاد ولرئ:
۱. پخپله پرېکړه وکړئ: ډېری خلک داسې وي، چې پخپله پرېکړه نه کوي او د نورو خلکو د مشورو له لارې خپل ژوند تېروي. داسې خلک به هېڅ کله د بریا او پرمختګ خوندونه و نه ویني.
په دې ټول ښه پوهېږئ، چې ستاسو پوهه، وړتیا، اراده، امکانات او زغم له نورو خلکو سره توپير لري؛ نو بیا به څنګه شونې وي چې د هغو له تګلارو سره تاسو خپلو موخو ته ورسېږئ؟
دا تاسې یاستئ چې خپل حالت تر هر چا ښه درک کوئ او ښه پرې پوهېږئ، نو غوره دا ده چې پخپله پرېکړه وکړئ، د ژوند له تجربو څخه زده کړه وکړئ، د نورو خلکو په ناهیلي کوونکو خبرو مه ناهیلي کیږئ او هڅو ته مو دوام ورکړئ.
۲. د نن کار سبا ته مه پرېږدئ: ډېری وخت داسې کیږي، کله چې غواړو کومې موخې ته د رسېدو لپاره هڅې پیل کړو، دا ډار مو په زړه کې وي چې د دې کار پایله به مو څنګه وي! او یا داسې وایو چې نن ورځ به هم راحت وکړم او دا کار به سبا ته پیل کړم!
دغه ډار او لټي د دې لامل ګرځي، چې خپله انګېزه پخپله له منځه یوسو او خپلې هڅې پیل نه کړو، چې دې سره موخه مو بې پایلې پاتې کیږي. له پرېکړې سره سم، هڅې مو پیل کړئ او دا په یاد ولرئ چې (د ماتې په نوم کوم څه شتون نه لري، هغه څه چې ورسره مخ کیږئ، یا زده کړه ده یا هم تجربه).
۳. وخت ته مو ډېر ارزښت ورکړئ: ژوند یو الهي نعمت دی، چې د لنډې مودې لپاره هر ساکښ ته ورکول کیږي، دغه د مودې کموالي ته یې باید ډېر پام وکړئ.
دې ته به مو پام شوی وي، کله چې یو ماشوم دې نړۍ ته راځي (زېږول کیږي) کورنۍ یې د راتلونکي لپاره خورا ډېرې تمې ترې لري، چې باید په راتلونکي کې یې پوره کړي. د دغو تمو پوره کول هغه وخت شوني دي، چې له دې لنډ ژوند څخه اعظمي ګټه واخیستل شي.
دا په یاد ولرئ! که د وخت په ارزښت پوه شوئ او په ښه توګه مو ترې ګټه پورته کړه، نه یواځې دا چې خپلو موخو ته به رسېږئ، بلکې د الله (ج) د دې ستر نعمت (ژوند) شکرانه به مو هم ادا کړي وي.
۴. هر څه د هڅو په پایله کې ترلاسه کیږي: ښه ژوند، ښه دنده، روغتیا او روحي ارامتیا هغه غوښتنې دي، چې ټول انسانان یې په ژوند کې لري؛ خو د پام وړ تکی یې دا دی، چې هر څوک بیا دغو غوښتنو ته نشي رسېدلی! دا ځکه چې راحت ته د رسېدو لپاره د زحمتونو ګاللو ته اړتیا ده.
دا په یاد ولرئ، چې ټولې غوښتنې یو برابر هڅو ته اړتیا نه لري، د موخې د کچې په اندازه مو هڅې او زغم هم برابرې کړئ.
۵. بوختیا مو باید خپل ژوند وي: ډېری وخت د نورو خلکو د ناسمو کړنو په لیدو سره، هغوی ته د سمې لارې مشورې ورکوو. دا مو په فطرت کې نغښتی دی، چې له نورو سره مرستې وکړو او ښې لارښوونې ورته وکړو؛ همدا راز دا مو یوه ایماني دنده هم بلل کیږي.
پام مو وي! چې دغه مرسته باید داسې نه وي، چې د هغو د زورونې لامل شي او یا تر دې کچه د نورو کړنو ته پام وکړو، چې خپلې هڅې مو پریښي وي.
د سټيف جابز دا وینا تل په یاد ولرئ، چې (ستاسو ژوند محدود دی، نو د نورو په ژوند کې په کار لرلو یې مه ضایع کوئ).
۶. د خپل روغتیا پام وساتئ: ځواني هغه دوره ده، چې د هر کار د ترسره کولو لپاره پکې ډېر ځواک او زغم لرو؛ نو باید چې په ښه توګه ترې ګټه واخیستل شي.
دغه ښه ګټه اخیستنه په دې مانا نه ده، چې د یو کار د ترسره کولو لپاره له خپل وړتیا څخه لوړه هڅه وکړئ، د خپل وړتیا څخه لوړه هڅه کېدای شي چې روغتیا ته مو زیان ورسوي او د عمر په پخېدو سره درته روغتیایي ستونزې رامنځته کړي. د دې کار پایله به داسې وي، چې له ګټې څخه به مو ډېر زیان پکې کړی وي.
۷. هر عمل، ردِ عمل لري: هېڅ کړنه بې پایلې نه پاتې کیږي. هره هڅه مو یا به مثبته پایله ولري او یا هم منفي پایله. د دې لپاره چې منفي پایلو سره مخ نشئ، مخکې له دې چې کوم کار ترسره کړئ یا کوم څه ووایئ، ټولې خواوې او پایلې یې وارزوئ.
شاید ستاسو دا کړنه له بریا څخه لرې وي یا د ترسره کولو څخه یې وروسته هغه څه چې غواړئ، ترلاسه یې نه کړئ.
دې کار سره به مو هم خپل وخت ضایع کړی وي او هم هڅې به مو د پښیمانتیا لامل شي. ښه فکر، د مثبتې پایلې ضمانت کوي.خاص د الله ج د رضا په خاطر یې شیر کړئ