د هندوستان ښځینه کرکیټ ټیم ویکټ کيپره تانیه بهټایه:
انګلستان کې مې د هوټل له اطاقه سامان غلا شوی.
وايي، څوک ننوتی، زما بیګ، نغدې پیسې، ساعت، سره زر او نور سامان یې له ځان سره وړی.
هغې په یوه ټویټ کې د انګلستان له کرکیټ بورډه غوښتي چې سامان یې پیدا او مسله حل کړي.
د هندوستان کرکټ ښځینه لوبډله انګلستان ته د یو ورځني او شل اوریزه سیریز ترسره کولو لپاره تللې.