د هندواڼې ګټې هندواڼه ویټامینونه، منرالونه اود ويټامین C او A په څیر انټي اکسیدانت لري چې د ناروغیو په وړاندې زموږ ساتنه کوي. د هندواڼی په مصرف سره، د بدن د اوبو کمښت (ډیهایډریشن) خطر هم کمیږي. د روغتیا لپاره د هندواڼي ګټی ډیری زیاتی دي، لاندې متن ولولئ ترڅو د هندواڼه له ګټو خبر شي. 1. د پوستکی د ښکلا لپاره د هنداوڼه ګټي: هندواڼه د C او A
ویټامینونوڅخه بډایه ده، دا پدې مانا ده چې هره ورځ د هندواڼی 2 څخه تر 3 ټوټو پورې خوړل کولای شي ستاسو د پوست لپاره معجزه وي. د دې ميوی د خوړلو بله ګټه د پوستکی د زخمونو چټک ښه کیدل دي، ځکه چې دا میوه امينو اسيدونه لري. 2. د لمر له وړانګو څخه د پوستکی په ساتلو کي د هنداوڼه اغیز : دا چې هندواڼه په زیاته اندازه اوبه ، فایبر او د لیکوپین په نوم انټي
اکسیډینټ لري، د دی سبب ګرځی چی پوستکی تقریبا له 40٪ کم دلمر وړانګی جذب کړی او د زیات وخت لپاره روښانه او شفاف پاتې شي، نو باید هره ورځ دا جادویی میوه وخورئ. 3. د آکنی یا ځوانی دانو لپاره د هنداوڼه ګټي: هندواڼه په زیاته اندازه Antioxidant لری او کوالی شی چی د ځوانی دانو په جوړیدو کی مرسته وکړی. 4. د زړه ناروغۍ او سرطان د خطر مخنیوي لپاره د هندواڼی ګټی: هندواڼه د lycopene په نامه Antioxidant لري چې مضر آزاد رادیکالونه له منځه وړي او له همدې امله د زړه د حملو څخه مخنيوي کوی او د پروسټېټ سرطان د خطر په کمولو کې مرسته کوي. هندواڼه په لوړه کچه
سوډیم او پوټاشیم لري، چي له همدې کبله بدن د بیلابیلو ناروغیو څخه لکه د ساه لنډۍ، د زړه حملی او د ځینو سرطانونو لکه د کولمو سرطان او پروسټیټ سرطان څخه ساتي. 5. هندواڼه د پښتورګود تیګو د جوړولو خطر کموي د هندواڼو منظم خوراک د هغو کسانو لپاره چې د پښتورګو د تيږو ناروغي لری او يا هغه کسان چی زیات ناروغ کیږی تر ټولو ډیری ګټې لری. دا چې هندواڼۍ ډیرې اوبه لري، دا امکان لري چې د پښتورګو د تیږو څخه مخنیوی وکړی.