لیکنې

د هغه خلکو لپاره لس زیري ، چې د سهار د لمانځه حفاظت کوي

20221024 080312
Avatar photo
Written by Zwak News

که چېري یو مسلمان ، او مسلمانه ښځه دغه لس زیري ووایي ، هیڅ ګمان نه کوم چي بیا به د سهار لمونځ په خوب پر تېر سي .

❍ 1 – اول زیری : د سهار لمونځ د قیامت په ورځ پوره نور دی ، ځکه رسول الله ﷺ فرمایي : هغه تګ کوونکو ته دي زیری وي چې د شپې په تیاره کي مساجدو ته ځي ، د قیامت په ورځ به د دوی لپاره پوره پوره روښنایي وي . الألباني صحيح الجامع ٢٨٢٣ .

❍ 2 – دوهم زیری : د دنیا تر هر څه بهتره د سهاره لمونځ دی . رسول الله ﷺ فرمایي : د سهار دوه رکعته سنت لمونځ بهتره دی ، تر دنیا او هغه څه چي په دنیا کي دي . دا چې سنت یې دومره لوړه درجه لري ، نو د فرضو به یې څومره لوړ شان وي . رواهُ مسلم ٧٢٥ .

❍ 3 – درېیم زیری : ډیري نیکۍ ، د مسجد پر لور په ډیرو قدمونو کي دي . رسول الله ﷺ فرمایي : کم څوک چې د خپله کوره د لمانځه پر طرف ووزي ، د هغه لپاره پر هر قدم لس نېکۍ دي ، او لمانځه ته انتظار کوونکی عابد ګڼل کیږي ، او د لمونځ کوونکو څخه ګڼل کیږي ، تر هغه چې خپل کور ته راګرځي . رواهُ احمد ١٧٤٥٩ .

❍ 4 – څلورم زېری : د سهار پر لمونځ کوونکي ملائکې شاهدي وایي . د سهار په قرأت لوستلو ( د سهار په لمانځه ) شاهدي ویل کیږي . الاسراء ۷۸ .

❍ 5 – پنځم زېری : د سهار لمونځ د اور څخه د نجات یوه وسیله ده . رسول الله ﷺ فرمایي : جهنم ته به داخل نشي هغه څوک چې د لمر ختلو مخکي او د لمر لوېدلو مخکي لمونځ یې کړی وي . هدف یې د سهار او ماځیګر لمونځ دی . رواهُ مسلم ٦٣٤ .

❍ 6 – شپږم زیری : د الله تعالی د ذات مبارک لیدل . جریر بن عبدالله رضي الله عنه فرمایي : چې نبي کریم ﷺ د څوارلسم سپوږمي ته کتل ، او بیا یې وفرمایل ، چې تاسو به خپل رب الله جل جلالهُ داسي روښانه ووینی ، که مو چېري د سهار او ماځیګر لمونځونه په تداوم سره کول ، او بیا نبي کریم ﷺ دا دعا وویله : وسبح بحمد ربك قبل طلوع الشمس وقبل غروبها . البخاري ٥٧٣ ومسلم ١٨٢ .

❍ 7 – اووم زیری : د ټولي شپې د عبادت ثواب ورکول کیږي . رسول اللهﷺ فرمایي : څوک چې د ماخستن لمونځ په جماعت وکړي ، لکه نیمه شپه چې یې عبادت کړی وي ، او څوک چې د سهار لمونځ په جماعت وکړي ، لکه ټوله شپه چې یې په لمانځه تېره کړې یي . رواهُ مسلم ٦٥٦ .

❍ 8 – اتم زیری : د سهار لمونځ کوونکي ته ملایکي دعا کوي . نبي کریم ﷺ فرمایي : کم څوک چې د سهار لمونځ وکړي ، بیا هغه د لمانځه پر ځای کښېني ، نو ملائکه به ورته دعا کوي . د هغوی د دعا الفاظ دادی، اللهم اغفر له ، اللهم ارحمه. رواهُ أحمد ١٢٥١

❍ 9 – نهم زیری : د حج او عمرې په اندازه پوره ثواب ورکول کیږي . رسول الله ﷺ فرمایي : کم څوک چې د سهار لمونځ وکړي ، بیا کښېني د الله تعالی ذکر وکړي ، تر هغه چې لمر راخیژي ، وروسته دوه رکعته لمونځ وکړي ، دده لپاره به د حج او عمرې غوندي پوره ، پوره ، پوره اجر وي .
الالباني السلسلة الصحيحة ٣٤٠٣

❍ 10 – لسم زیری : د سهار لمونځ د شر څخه د ساتني ذریعه ده : نبي کریم ﷺ فرمایي : کم څوک چې د سهار لمونځ وکړي هغه به د الله تعالی په ذمه کي وي . رواهُ مسلم ٦٥٧ .

📢 هغوی چي د سهار لمونځ نکوي ، ددغه ټولو ګټو او بشارتونو څخه بې برخي

Leave a Comment