د نیوزیلینډ او افغانستان ترمنځ نننۍ لوبې او باران په اړه!
د استرالیا په مېلبورون ښار کې اوس مهال د ماسپښین ۴ بجې دي، لومړۍ لوبه د انګلستان او ایرلینډ ترمنځ روانه ده، دویمه لوبه د افغانستان او نیوزیلینډ ترمنځ په ځایي وخت ماښام ۷ بجې کیږي چې د افغانستان په وخت غرمه ۱۲:۳۰ بجې راځي.
مېلبورون کې د شپې تر دولسو بجو د باران اټکل شوی خو کم ښودل شوی، اوس مهال په ځایي وخت څلور بجې د باران اټکل ۳۲ ښودل شوی، خو د انګلستان او ایرلینډ ترمنځ لوبه روانه ده.
په ځایي وخت مازدیګر ۵ بجې د باران اټکل ۳۵ ښودل شوی، خو په ۷ بجې چې د افغانستان لوبه پیلیږي د باران اټکل ۳۲ دی، په کوم اټکل چې د انګلستان او ایرلینډ لوبه روانه ده.
له هغې وروسته د شپې تر دولسو بجو د باران اټکل وخت په وخت کمیږي او د زیاتېدو امکان یې نۀ دی ښودل شوی.
کارونه د الله ج دي، خو معنا دا چې د افغانستان او نیوزلینډ نرمنځ لوبه ترسره کېدلی شي.