ماري ان بیوان په بریتانیا کې یوه عادي نرسه وه، چې څلور اولادونه یي لرل. تر ۳۲ کلنۍ وروسته یي د وجود غړي د یوې ناروغۍ له امله په نامعموله توگه په غټېدو شول. له سردردۍ، د سترگو کمزورۍ او بدن شدیدو دردونو سره سره، د خاوند مرگ یي ډېره وځپله
؛ د دې ټولو ترڅنگ ناروغي یي هم سبب سوه چي ده دندې څخه وایستل شي.
ماري مجبوره وه د اولادونو د روزنې لپاره کار وکړي، له همدې امله یي (د نړۍ تر ټولو بدرنگه ښځې) په سیالۍ کي برخه واخیستله، چي تر بریا وروسته یوازي ۵۰ډالر ورکړل سول.
دا به د بریتانیا په ښارونو کې گرځېده، خلک به په ډېرې لېوالتیا د نړۍ د تر ټولو بدرنگې ښځې لیدو ته ورتلل. د ماري روحي او جسمي دردونه ورځ تر بلې زیاتېدل، ځکه مجبوره وه د خلکو ترمخ په ساعتونو لوڅې پښې وگرځي. خلکو به هم پرې خندل، ماشومانو به د (چټل دیو) په نامه یادوله او ډبرې به یي پرې وارولې، خو دې یي د اولادونو لپاره هر څه زغمل. کله به ډېره خواشینې سوه، ماشومانو ته به یي ویل، زه دیو نه یم،
ستاسو په څېر اولادونه لرم چي ډېر راباندې گران دي، خو گټه یي نه لرله؛ تل به د حیوان په څېر چلند ورسره کېده، ډېری وخت به له ډېر خپگانه په ژړا سوه. کلونه تېر سول، یوه ورځ د خلکو تر مخ پر مځکه ولوېده. ټولو گومان کاوه چې تمثیل کوي، خو وروسته پوه سول چي د زړه د حملې له امله مړه سوې ده. یو زوی یي وایي: مور به مې تل ژړل، ویل به یي، زه ستاسو لپاره ښه مور نه یم، ځکه زما بدرنگي تل تاسو ځورولي او د خلکو ترمخ شرمولي یئ.
ژباړه
©️
اوس تاسو ووایئ چی (ماری ان بیوان) د نړۍ ښکلې ښځه وه یا بدرنگه ښځه؟
او مرض چی د هغی راحت ژوند یی په سور تنور بدل کری وه اکرومیگالی وه.
پخوانی تصویر یی په کمنت کی وگورئ.
فالو👈معلومات طبی_طبی معلومات