روغتیا

د ناک له دعه خيرانونکي ګټو خبر ياست

pears
Avatar photo
Written by Zwak News

ناک چې يو له تازه مېوو څخه دى، د شکل له اړخه زړه سره ډېر کله پرتله کېږي، ځکه شکل يې واقعي زړه ته ډېر ورته دی، خو د ناکو فايدې هم د انسان لپاره حياتي فايدې دي او د انسان د روغتيا لپاره يوه په زړه پورې مېوه ده.

دا مېوه چې څومره د وجود لپاره ګټې لري، همدومره وجود له ډېرو خطرونو او ناروغیو څخه هم ساتي، د مختلفو مرضونو څخه یو هم د انسان د ژوند تهديد کوونکی د سږو سرطان دی چې د انسان ژوند ګوډ او مات کوي، ناک د سږو د سرطان په مخنيوي کې ګټور تمامېږي.

د وينې لوړ فشار ټيټوي

ناک چې په زياته اندازه پوټاشیم لري، د زړه د ناروغیو لپاره يوه معجزوي مېوه ده، لوړ فشار د زړه د حملې سبب کېږي او ډېری انسانان ورڅخه کړېږي، ناک د زياتو پوټاشيمو په درلودو سره د فشار د لوړېدو مخه نيسي.

کولېسټرول راټيټوي

ناک په لوړ مقدار پکتين لري، پکتين د کولېسټرولو د سويې په راټیټولو کې هم مرسته کوي، د کولېسټرولو لوړوالی د رګونو د بندېدو سبب کېږي، چې ان د زړه تر حملې پورې تلی شي.

د قبضیت څخه مو خلاصوي

ناک پرېمانه فايبر لري، فايبر نه يوازې چې د کولمو لارې روغې ساتي، مرطوب والی یې زياتوي، بلکې د غايطه موادو په نرم والي کې رول لري، چې په دې ډول د قبضیت مخنیوی کوي.

تبه هم راکموي

دا زړه راښکونکې مېوه د نورو ګڼو روغتيايي ګټو سره دا ګټه هم لري، چې د سختې تبې په وخت کې ستاسې امداد ته رسېږي، د ناکو يو ګيلاس اوبه د تبې په کمولو کې فوري تاثير لري.

د هډوکو د خراب والي مخه نيسي

هډوکي چې زموږ بدن یې په پښو‌ درولی او د فزيکي کارونو په کړنه کې مرکزي رول لري، د عمر په تېرېدو سره ورو ورو ضعيف کېږي او په اسانۍ د ماتېدو خواته ځي، په ناکو کې موجود کيلسیم د هډوکو په غښتلي کولو کې هم مرسته کوي.

د ماشومانو د ودې لپاره ګټور دي

ماشومان چې د خپل ماشومتوب په وخت کې تر بل هر وخت سالمې تغذيې ته اړتيا لري او دا روغتيا یې د ټول راتلونکې روغتيا په مسیر تاثير کوي، په ناکو کې موجودو پرېمانه ويټامينونو ته شديده اړتيا لري.

ماشوم ته د ناکو يو ګيلاس اوبه ورکول د ماشوم د هډوکو او غاښونو په وده کې مفيد تمامېږي.

د بدن دفاعي نظام مو ځواکمن کوي

بدن د ناروغیو په وړاندې د خپل دفاعي نظام په مرسته مقاومت کوي او وجود د باکتریاوو، ويروسونو او نورو ناروغي قوت لرونکو موجوداتو په وړاندې مبارزه کوي، په ناکو کې موجود ويټامين سي او اې د بدن دفاعي نظام په قوي کولو کې خورا لوی رول لوبوي.

خاص د الله ج د رضا په خاطر یې شیر کړئ

Leave a Comment