دنارينهدجنسيغړينارملاندازهڅومرهوي؟
لومړۍ برخه
لیک: Abdul Razaq
نوټ: که ده جنسي اړيکو په اړه نور معلومات هم غواړی نو #بلنې را ولېژی چي معلومات ترلاسه کړی.
ډېرې نارينه، خپل جنسی غړی کوچنی گني، له همدې امله په جنسی اړیکو کې له ستونزو سره مخ وي همدارنگه د جنسی غړي د کوچنیوالی وېرې، له ډېری ځوانانو نه د واده او جنسي اړيکو جرأت اخیستی دی او ډېری یې بيا د جنسي غړي له لنډوالي او کوچنیوالي او يو شمېر يې بيا له دې دواړو ستونزو سر ټکوي په دې اړوند نور مالومات په دې ليکنه کې ولولئ.
په ټولنيزو رسنيو او نورو تبغلياتو کې په پرلپسې ډول د نارينه جنسي غړي د لويوالي لپاره اعلانونه نشريږي، دغه تبلیغات دوه اړخونه لري يو يې درمل او بل كريمونه دي.
پوښتنه: آیا دا ټول تبلیغات دروغ دي؟
ځواب: هو، تناسلي آله له بلوغ واړندې لويږي او د عمر تر پایه پورې په خپل ځای ثابت پاتی کیږي او له بلوغ وروسته هېڅ درمل پر هغې اثر نه کوي.
تناسلي الې ته د حجم ورکونکو موادو او كريمونو ورکول، د سرطان د رامنځ ته کېدو لامل کيږي او هېڅ کله باید ونه کارول شي.
پوشتنه: د جنسی غړي د پلنوالي او لويوالي لپاره د ژل کارول:
ځواب: په تناسلي آله باندې د کريمو او ټپونو لگول ددې لامل کيږي، چې د آلي حس له منځه لاړ شي. په تناسلي آله د ژلو او كريمو وهل ستونزې رامنځ ته کوي او له علمي نظره يې د کارولو سپارښتنه نه کېږي.
پوښتنه: آيا د ورځنيو ورزشي تمرينونو او غزونو سره کېدای شي آله اوږده شي؟
ځواب: نه، د تناسلي آلي سلنډرونه د بلوغ تر وخته وده کوي او له هغې وروسته يې وده دريږي، نو د ورزشي او نورو حرکاتو په ترسره کولو سره يې اوږدوالی ناممکن دی..
دوام لري….