جنسي لارښود

د نارينه د جن+سي غړي نارمل اندازه څومره وي؟

thumb big X0203 dwp 20160528 6384
Avatar photo
Written by Zwak News

ډېری نارینه، خپل جنس ی غړی کوچنی ګڼي، له همدې امله په جنس ی اړیکو کې له ستونزو سره مخ وي همدارنګه د جن سی غړي د کوچنیوالی وېرې، له ډېری ځوانانو نه د واده او جن سی اړیکو جرأت اخیستی دی او ډېری یې بیا د جن سی غړي له لنډوالي او کوچنیوالي او یو شمېر یې بیا له دې دواړو ستونزو سر ټکوي په دې اړوند نور مالومات په دې لیکنه کې ولولئ.

په ټولنيزو رسنیو او نورو تبغلياتو کې په پرلپسې ډول د نارینه جن سی غړي د لويوالي لپاره اعلانونه نشريږي، دغه تبليغات دوه اړخونه لري يو يې درمل او بل کریمونه دي.

پوښتنه: آيا دا ټول تبليغات دروغ دي؟

ځواب: هو، تناسلې آله له بلوغ واړندې لويږي او د عمر تر پايه پورې په خپل ځای ثابت پاتې کيږي او له بلوغ وروسته هېڅ درمل پر هغې اثر نه کوي.

تناسلې آلې ته د حجم ورکونکو موادو او کریمونو ورکول، د سرطان د رامنځ ته کېدو لامل کيږي او هېڅ کله بايد ونه کارول شي.

د جن سی غړي د پلنوالي او لويوالي لپاره د ژل کارول:

په تناسلې آله باندې د کريمو او ټپونو لګول ددې لامل کيږي، چې د آلې حس له منځه لاړ شي. په تناسلې آله د ژلو او کريمو وهل ستونزې رامنځ ته کوي او له علمي نظره يې د کارولو سپارښتنه نه کېږي.

پوښتنه: آيا د ورځنيو ورزشي تمرينونو او غزونو سره کېدای شي آله اوږده شي؟

ځواب: نه، د تناسلي آلې سلنډرونه د بلوغ تر وخته وده کوي او له هغې وروسته يې وده دريږي، نو د ورزشي او نورو حرکاتو په ترسره کولو سره يې اوږدوالی ناممکن دی.

پوښتنه: په طبيعي ډول د نارينه تناسلې آله څومره وي؟

هغه کسان چې د جنسی اړيکو په وخت کې يې تناسلې آله ۹ سانتي وي دې ته اړتيا نشته چې اندېښنه ولري، کولای شي بريالۍ جنسې اړيکه ولري.

هر څومره چې د نارينه تناسلې آله لويه وي، په هماغه آندازه به د ښځو لپاره په اړيکو کې د زيات درد لامل کيږي.

پوښتنه: د نارينه د غړي د مختلفو ډولونو علت څه دی؟

ځواب: بېلابېلا لاملونه شته، چې له دې ډلې څخه چاپېريال، سالمه تغذيه، هورموني سيستم او ناپېژندل شوي عوامل د تناسلې آلې په جوړښت کې مهم رول لري.

د تناسلې آلې اندازه د خلکو د قدونو په څېر، توپير لري نو بايد:

۱- هيڅوک بايد له نورو سره ځان پرتله نه کړي.

۲- د خپل غړي د کوچنيوالي څخه د ځينو ځوانانو د اندېښنې او شک لامل، د لوڅو فلمونو ليدل دي، چې دغه فلمونه ډيری تجارتي او ساختګي دي نو بايد ځان له هغوی سره پرتله نه کړي.

۳- ځینې کسانو کې د وزن د زياتوالي له امله د تناسلې آلې شاوخوا راټوليږي، چې له امله يې تناسلې آله وړه ښکاري. نو که چېرې وزن کم شي تناسلې آله خپله ځان ښکاره کوي او د اندېښنې وړ کومه خبره نه ده.

Leave a Comment