ځانګړې مطالب

د مینې په اړه (۱۲) ډیرې جالبې خبرې، چې په لوستلو به یې حیران شئ!

20220904 112631
Avatar photo
Written by Zwak News

– د ارواپوهنې له نظره، ډېرې کمې نجونې داسې وي چې په لومړي ځل دې هلک ته د مینې یا واده وړاندیز وکړي. ځکه زیاتره وخت هلکان اول قدم اخلي او نجونو ته د مینې یا واده وړاندیز کوي؛ خو یوه خبره ده، که چېرته یوې نجلۍ کوم هلک ته د مینې وړاندیز وکړ؛ نو بیا پوه شئ چې تر دې نجلۍ زیاته مینه هغه هلک ته بل څوک نشي ورکولای. دا نجلۍ بیا په پوره مانا هلک ته مینه ورکوي او هېڅکله یي نه هېروي.
لنډه دا چې نجونې تر ډېره ځان ساتي چې د مینې په دام کې ونه نښلي؛ خو که یو ځل مینې شوې، بیا په دې دام کې له دواړو پښو نښلي چې خلاصېدن یې نه وي.

۲_ ارواپوهنه وایي، نجونې چې کله غوسه یا خپه شي او ته ترې کومه پوښتنه وکړې، تر ډېره سرچپه ځوابونه درکوي. د بېلګې په توګه، که یوه نجلۍ غوسه وي او ته ورته ووایې چې ولې غوسه یې؟ دا به درته غوسه کې ووایي چې زه نه یم غوسه بس پرې مې ده. حال دا چې هغه به غوسه یا خپه وي.
که یې درته په خپګان کې وویل چې زه چا ته اړتیا نه لرم، خپل ځان مې خپله ساتلی شم؛ نو پوه شئ چې همدا تاسو ته تر ټولو زیاته اړتیا لري.
۳- هرکله چې تاسو مینېږئ، یوې خبرې ته به تل پام کوئ چې هېڅکله به په مینه کې تر هغې پورې ژور نه ځئ، څو پورې مو چې مقابل کس په پوره مانا نه وي پېژندلای. تاسو باید هغه کس وپېژنئ او پر دې ځان پوه کړئ چې هغه هم درسره مینه کوي او که نه. زیاتره وخت موږ لومړیو کې دومره شدید مینېږو چې کله د مقابل کس له اصلي څېرې خبر شو، نه ترې زړه صبرولای او نه یې ترلاسه کولای شو.
۴_ که یو هلک یا نجلۍ په یو وخت کې دوو کسانو باندې مین/مینه شي؛ نو پکار ده چې له دویم کس سره اړیکې ته دوام ورکړي. ځکه، که لومړي سره یې مینه درلودلی، هېڅکله به په دویم نه مینېدلای. د مینې په اړه یوه بله خبره دا چې د نړۍ څلوېښت سلنه نجونې شتمنو هلکانو باندې مینېږي، ولوکه بدرنګ هم وي.
۵_ هلک او نجلۍ چې په مینه کې پاتې راشي، د نجلۍ په نسبت هلک لږ څه ډېره رواني ضربه ویني. د دې مانا دا نه ده چې ګواکې جدایي پر نجونو کوم اغېز نه کوي. په لومړیو کې دواړه غمجن وي؛ خو هلکانو باندې لږ څه ډېر اغېز کوي.

۶_ ارواپوهنه وایي، کله چې یو هلک له نجلۍ سره مینه کوي او له هغې سره ملاقات کوي؛ نو په لومړیو کې پرته له دې چې هلک دې نجلۍ ته د مینې اظهار یا وړاندیز وکړي، نجلۍ پرې پوهیږي چې دی راسره مینه لري. نجلۍ د هلک له څېرې، د خبرو له طرز، حرکاتو او نورو څخه پوهېږي چې هلک راباندې زړه بایللی دی؛ خو بیا هم په تمه وي او خوښېږي یې چې هلک ورته په خپله خوله ووایي.
۷- هلکان تر نجونو ژر مینېږي؛ خو مینه یې سطحي نه وي. هلکان دومره ژور مینېږي، که خدای مه کړه له هغې نجلۍ جدا شو، ډېر زیات ځورېږي. ممکن ظاهراً نورو ته داسې ونه ښیي چې

خپه دی؛ خو زړه یې ډېر زیات دردېږي.
۸- هلکان په ځینو وړو خبرو ډېر فکر کوي او د هر څه تر شا به یو لامل لټوي. مثلاً که یوې نجلۍ کوم هلک ته وخندل، دی چې یوازې شي، ذهن کې یې همدا یوه خبره ګرځي چې دا نجلۍ پر ما مینه شوې ده، ځکه یې راته وخندل. همداسې نور عادي کارونو باندې هم ډېر فکر کوي. نجونې بیا داسې نه وي. دوی دومره ژر نه مینېږي او نه په دومره عادي خبرو سر خوږوي.

۹- هلکان پر نجونو باندې ژر باور کوي. هغه خبرې چې دوی یې خپل د کلونو کلونو نږدې ملګرو څخه پټې ساتي، یوې داسې نجلۍ ته یې کوي چې د اړیکې یې یوه میاشت هم ورسره نه کېږي.
۱۰- – د څېړنو له مخې یو هلک چې په نجلۍ مینېږي، درې ورځې پکې لګېږي. یانې هلکان په دریو ورځو کې نجونو باندې مینېږي او نجونې بیا دومره ژر نه مینېږي. نجونې تر هلکانو پینځلس ورځې وروسته یانې ټول ټال اتلس ورځو کې پر یو هلک مینېږي.

۱۱- د څېړنو له مخې، نجونې د واده لپاره تر ځان زیات عمر لرونکي هلکان خوښوي او هلکان بیا تر ځان وړې نجونې خوښوي. د دې بېلګې به تاسو هم به خپل شاوخوا کې ډېرې لیدلې وي.
۱۲- په لومړي نظر مینېدل به مو اورېدلي وي، ارواپوهان وایي چې یو انسان له نوي ثانیو څخه تر څلورو دقیقو پورې هم مینېدای شي؛ خو د یوه انسان پېژندل درې تر څلور کاله وخت نیسي. د څېړنو له مخې، هغه کسان چې درې څلور کاله اړیکه لري او بیا واده وکړي، تر واده وروسته به د داسې کسانو ژوند ښه وي او د طلاق پېښې هم پکې کمې وي.
المجردانو ستاسو د ښه او خوشحاله ژوند په هیله

Leave a Comment