د میاشتنۍ ناروغۍ ستونزې د هرې میرمنې لپاره تر ټولو لویه اندیښنه وي. په مخصوصو ورځو کې د وینې ودریدل یا په غیري منظم ډول راتلو سره په ناروغیو کې حسابیږي، که د هغې په سمه توګه درملنه ونه شي نو د سختو ناروغیو لامل کیدی شي.
حیض ځینې میرمنو کې په 27 مې او ځینو کې په 22 مې ورځو وقفو کې پیلیږي، کوم چې معمولا له دریو څخه تر څلورو، پنځه یا اووه ورځو وروسته په اتومات ډول ودریږي. په هرصورت که چیرې دا میاشتنۍ جریان اغیزمن شي، نو د حیض کموالۍ یا ډیریدل او نورې ستونزې ورسره رامینځته کیږي چې هغه بیا درملنې ته اړتیا لري، که نه نو بیا جدي روغتیایی ستونزې رامینځته کیدی شي.
د حیض نشتوند حیض وینه په حقیقت کې یوه ضیاع ده چې په بدن کې پاتې کیدل یې د شدیدو ناروغیو او تکلیفونو لامل کیږي. د حیض نشتون د حیض ضعف په نوم یادیږي.
د دې ډیری دلیلونه شتون لري. د زیږون د اعضاء ناروغۍ، د زیږون او نورو داخلي اعضاء وو ارتقاء نه شتون، د بدن بیلابیل هورمونونه په توازن کې نه پاتې کیدل، د رحم سوزش یا د حیض په ورځو کې یخ لګیدو سره، د وینې کمښت، دماغي صدمه، فزیکي کمزوري، د پښتورګو او جیګر ځینې ناروغۍ، چاغښت او د بیکاره خواړو په دوامداره توګه استعمال څخه دغه شکایتونه پیدا کیږي.د حیض په کموالي کی یا وینه هیڅکله نه راځي یا کله ناکله غیري منظم کیږي، د حیض لږ لږ ودریدو سره درد پیدا کیدل، د پښو شدید درد سره مخ کیدل، د حیض په جریان کې اضطراب او ګنګسیت د حیض په عامو مسایلو کې شامل دي.
ډیری وختونه حیض د بلوغت پرمهال په غیري منظم ډول مینځ ته راځي. د بیلګې په توګه دوه میاشتې یا درې میاشتې وروسته حیض راځي، نو ځینې وختونه بیا دا ستونزه د وخت تیریدو سره له مینځه ځي. په ډیری نجونو کې دا فاسدتیا د واده وروسته په اوتومات ډول ورکیږي. د دې لاملونه مختلف وي، نو ځکه خو یې درملنې هم مختلفې دي.
د حیض د کموالي طبیعي لاملونه مینوپاز، ماشومانو ته شیدې ورکول وغیره دي. د درملنې دمخه یې لومړی د علتونو پیژندل مهم دي. که دا ستونزه د تخمدان رطوبت یا نورو ناروغیو له امله وي نو باید په منظم ډول یې درملنه وشي. که د حیض د کموالي ستونزه وي نو کدو، تورۍ، پالک، د سیرلي غوښه، د مونګ دال، کوچ، شيدې وغيره حتمن استعمال کړئ.
کورنۍ درملنه:
1- د مولۍ تخمونه، د ګاځرې تخمونه او د میتو دانې هم وزنه واخلئ سپینې یې کړئ پاکې یې کړئ او وئ ساتئ، کله چې د حیض نشتوالی سره مخ شئ نو دا د دوه کاچوغې ګرمو اوبو سره نوش کړئ.- د تلسي دانې یوه کاچوغه راواخلئ او په یو ګلاس اوبو کې یې وخوټوئ. کله چې نیم ګلاس اوبه پاتې شي، نو فلټر کولو وروسته یې وڅښئ.
د حیض زیاتوالۍ:د حيض وینه ډیرید او په بې منظمه توګه راتللو ته د حیض زیاتوالۍ ویل کیږي. دې ستونزې ته بايد ژر پاملرنه وشي ځکه چې که په منظمه توګه د دې درملنه ونه شي نو فزيکي کمزورتيا او د وينې کمښت په څير
ستونزې راپورته کیږي.
ځینې وختونه د ګرم او مساله لرونکي خواړو ډیر مصرف د وینې د هضم کیدو لامل کیږي او وینه ډیهایډریټ کوي او په محافظوي رګونو کې وچوالي رامینځته کوي. چې له دې امله یې حفاظت په سمه توګه نه کیږي او د حیض ستونزې رامینځته کیږي.
دا بدن کمزوری کوي او نبض ګړندي حرکت کوي. تنده شدت کوي او د مخ رنګ مو ژیړ کیږي. په داسې حالاتو کې ډیر ګرم شیان لکه غوښه، سره مرچ، ګرم مصالحې او نور ډیر کارول، په لمر کې ډیر پاتې کیدو او د تودو شیدو او ګرم چایو څخه پرهیز وکړئ. کدو، پالک، ټینډی، تورۍ، مونګ دال، لوبیا، ناک، انګور او نور یخ شیان وخورئ.
کورنۍ درملنه:
که چیرې د حیض پرمهال ډیرې وینې تلل د څو ورځو لپاره دوام وکړي، نو دا لارښوونې کارول کیدی شي:
1- د انارو وچ پوستکي میده کړئ، وئ خوټوې او بیا یې فلټر کولو سره وساتئ، بیا د ستونزې پر وخت یوه کاچوغه له اوبو سره وخورئ، وینه بهيدل به بند شي. 2- میده شوی وچه دهنیا، کورني غوړي او بوره هموزنه سره ګډ کړئ، درې ځلې دوه دوه کاچوغې خوړلو سره مو ستونزه حل کیږي.