نړیوال خبرونه

د میانمار مخکنۍ مشره زندان ته واستول شوه

121978836 1853fa3b cede 4bba af87 addcd3a3ca6a
Avatar photo
Written by Zwak News

د میانمار مشره انګ سان سوچي د دغه هېواد په مرکز کې یو زندان ته واستول شوه. د هغې حقوقي قضیه هم له محکمې څخه په زندان کې دننه یوې حقوقي ادارې ته استول شوې.

نوموړې د تېرې چهارشنبې په ورځ زندان ته استول شوې ده. د میانمار پوځ په ۲۰۲۱ کې هغه له واک څخه لرې کړه او واک یې په خپل لاس کې واخیست.

له هغې را وروسته پوځ د میرمن سوچي په خلاف د درغلیو، اداري فساد او قانون څخه د سرغړونو شاوخوا ۲۰ قضیې ثبتې کړې دي. خو هغه دا تورونه ردوي.

لویدیځو هېوادونو د هغې د پرېښودو غوښتنه کوي خو د میانمار پوځي حکومت وايي چې خپلواکه قضايي سیستم د هغې قضیه مخې ته وړي.

Leave a Comment